د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د نارینوو د فټبال ټیم د ښځو د ټیم لپاره مساوي معاش غواړي


د امریکا د نارینوو د فټبال ټیم د ښځو د فټبال د ټیم د هغې غوښتنې ملاتړ کړیدی چې وایي ښځو لوبغاړو ته دې هم د نارینه لوبغاړو مساوي معاش ورکول کیږي

د امریکا د فوټبال ملي ټیم د امریکا د فټبال په فیدراسیون تور لگولی دی چې د کلنۍ عایداتو نه د راغونډو شوو پیسو نه ورته برخه نه ورکوي او وایي چې د ښځو ټیم ته دې هم مساوي معاش ورکړي.

د امریکا د ښځو د فټبال ټیم د مارچ په میاشتې کې قانوني قضیه ثبت کړیده او ښیي ډیر ژر به یې د فټبال د فیدراسیون سره ثالثي وشي.

د امریکا د فټبال د فیدراسیون مشر کارلوس کارډیرو د جولایي په ٢٩ په یو پرانیستي لیک کې ادعا کړیده چې په وروستیو کلونو کې یې د ښځو لوبډلې ته د نارینو د لوبډلې پرتله زیاتې پیسې ورکړیدي.

د امریکا د فټبال د لوبغاړو د حقونو اتحادیه وایي چې هغوي د دغه پرانیستې لیک د ځینو برخو سره موافقه نه لري.

د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم د هغې نه وروسته په خبرونو او رپورټونو کې زیات وځلیده چې د ښځو د فټبال نړیوال جام یې وگاټه.

د امریکا د ټیم د دغې بري نه وروسته د ټپم د کپتانې میگن رپینیو په شمول ټولو لوبغاړو یې د فیدراسیون په ضد قضیه کړیده او وایي چې د نارینوو لوبغاړو نه ورته کم معاش کول کیږي.

XS
SM
MD
LG