د امریکا متحده ایالتونه ټینګار لري چې په غزې کې د سولې پلان د دویم پړاو د بریالیتوب لپاره، د دې تړانګې بې وسلې او غیرنظامي کېدل ضروري دي.
د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف، د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹) د کابینې په غونډې کې د حماس ترهګرې ډلې په تړاو چې د غزې نیمایي برخه کنټرولوي، وویل چې "هغوی به غیرنظامي شي" او زیاته یې کړه چې "هغوی به همداسې شي، ځکه بل انتخاب نلري".
ویتکاف وویل: "هغوی به کلاشینکوفونه (په ځمکه) کیږدي."
ولسمشر ټرمپ د حماس په تړاو د ویتکاف څرګندونو ته په ځواب کې وویل: "ډېرو خلکو ویل چې هغوی به هېڅکله بې وسلې نشي. داسې ښکاري چې هغوی به بې وسلې کیږي."
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي، مایک والټز، د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸) د دې سازمان د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې متحده ایالتونه به د حماس په ترهګرې ډلې فشار راوړي چې د سولې د پلان په اساس، د بې وسلې کېدلو ژمنه مراعات کړي.
والټز وویل: "هغوی باید پځپلې ژمنې عمل وکړي."
مایک والټز د سولې د هڅو د دویم پړاو د یوې بلې برخې په اړه هم ټینګار وکړ، چې (په غزې کې) د ثبات ساتونکي نړیوال ځواک پلان شوی وړاندیز او له حماس سره د دوه کلنې جګړې وروسته له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل دي.
والټز وویل، په داسې حال کې چې غزه د بیارغونې یوې بلې مرحلې ته ننوځي، دې سیمې ته مرستې "باید په انحصار بدلې نه شي".
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي په غزې کې د اړینو خدماتو او د اقتصاد د بیارغونې پر اړتیا هم خبرې وکړې.
د مایک والټز په وینا "غزه به د غزې د خلکو د ګټو لپاره چې د ډېرې اوږدې مودې راهیسي یې کړاوونه ګاللي، بیا ورغول شي" او زیاته یې کړه چې "یوازې د افراطیت له منځه وړل، یوازې بې وسلې کول، یوازې غیرنظامي کول به غزې ته سوکالي او ثبات راوړي".
د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي مرستیال، رمیز الاکبروف، غونډې ته وویل که څه هم په غزې کې "لا ډېر څه ناڅرګنده پاتې دي" خو د هغه په وینا په دې سیمې کې "د یوې غوره راتلونکې لپاره رښتینی چانس" موجود دی.
رمیز الاکبروف تر دې دمه د سولې د پلان له پایلو ستاینه وکړه، چې په کې د جګړې درول او د بشري مرستو پراختیا شامل دي.
خو د څو کلونو جګړې وروسته د سخت بشري وضعیت د دوام په اړه الاکبروف خبرداری ورکړ.
هغه وویل چې په غزې کې له بې وسلې کولو سره سم د اغېزمنو امنیتي ترتیباتو رامنځته کول د سولې د هڅو د راتلونکي پړاو د بریا لپاره اړین دي.
الاکبروف وویل: "مخې ته پروت مسوولیت ستر دی. د موجوده سیسټمونو او وړتیاوو په پام کې نیولو سره، دا د ټولو شریکانو ترمنځ د بشپړې همغږۍ غوښتنه کوي.
د سولې تړون د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې نافذ شو. په غزې کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حماس د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د اسرائیل په جنوبي برخې یرغل وکړ.
فورم \ دبحث خونه