د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: داعش تقریبآ په ټول افغانستان کې موجود دی 


تېرحکومت کې د داعش ډلې لسګونه غړي تسلیم شول چې ځینې یې بهرنیان وو
تېرحکومت کې د داعش ډلې لسګونه غړي تسلیم شول چې ځینې یې بهرنیان وو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د خوځښت په اړه ډېره توجه وکړي.

مېرمن لاینز د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۷(لړم۲۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د روان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

نوموړې وویل چې د داعش ترهګره ډله په افغانستان کې د روانې ناامنۍ څخه په استفادې خپل حضور زیاتوي.

هغې په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې وروستیو بریدونو ته په کتو وویل: «یو مهال [داعش] یوازې په کابل او ځينو ولایتونو کې محدود و، اوس داسې ښکاري چې د داعش-خراسان ډله تقریبآ په ټول افغانستان کې موجوده ده او مخ په زیاتېدونکی فعالیت لري.»

دیبورا لاینز وویل چې یوازې سږکال ۳۳۴بریدونه شوي چې د اکثریت بریدونو مسئولیت یا د داعش-ډلې منلی او یا یې په غاړه وراچول شوی دی. وايي په ۲۰۲۰کې بیا د داعش ډلې اړوند یوازې ۶۰بریدونه شوي وو. په اکثریت بریدونو کې شیعه افغانان په نښه شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کابل کې دوې چاودنې وشوې او د داعش ډلې ادعا کړې چې دا د هغو کار و. په دغو چاودونو کې یو شمېر ولسي افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي. دا په روانې اونۍ کې د کابل په ښار کې څلورمه چاودنه وه.

په همدې حال کې طالبان ادعا کوي‌ چې نن پنجشنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) د کابل ښار د خیر خانې په سیمه کې یې د داعش په یو پټ ځای برید کړی،‌ یو کس یې وژلی او څو نور یې ژوندي نیولي دي. طالبانو تر دې مخکې هم ادعا کړې وه چې د داعش-خراسان ډلې لسګونه جنګیالي یې وژلي او سلګونه نور یې نیولي دي.

خو د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې د طالبانو د دا ډول عملیاتو په څرنګوالي ‌اندېښنه وښوده.

هغې وویل: «طالبان ټېنګار کوي‌ چې د داعش ډلې په ضد یې قوي کمپاین پیل کړی دی، خو دا کمپاین اندېښمنوونکی دی، ځکه چې دا [کمپاین] د داعش-خراسان ډلې د غړو په غیر قضایي توقیفونو او وژلو ډېر تکیه دی. دې برخې ته د نړیوالې ټولنې ډېر پام په کار دی.»

طالبان د اګست په ۱۵کابل ته داخل شول او له هغه وروسته په کابل، کندز، کندهار او ننګرهار کې یو شمېر لویې او وړې چاودنې وشوې چې سلګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول. د داعش-خراسان ډلې د دغو بریدونو مسئولیت اخیستی.

تېره اونۍ د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي‌ استازي ټامس ویسټ په افغانستان کې د داعش-ډلې د بریدونو په زیاتوالي او القاعده ډلې په موجودیت اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG