د لاس رسي وړ اتصالات

میلي د عسکرو تر وتلو وروسته د افغانستان د آینده په اړه خبرداری ورکړ


د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال مارک میلي.
د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال مارک میلي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال مارک میلي ویلي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ممکن چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نامعلوم برخلیک سره مخ شي.

جنرال میلي د اې پي خبري اژانس او سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان پولیس او اردو نسبتاً ښه روزل شوي، رهبري شوي او په وسلو سمبال دي خو هغه د افغانستان د وسله والو ځواکونو د له منځه تللو احتمال هم رد نکړ.

د یو واحد دولت او اردو د جوړېدو احتمال او یا هم " ناوړه احتمالي نتیایج" هغه انتخابونه دي چې ممکن د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته هلته پېښ شي.

هغه د یو پوښتنې په ځواب کې دا ونه ویل چې د دې دوه انتخابونو څخه کوم یو به یې هلته پېښ شي. خو زیاته یې کړه، " باید انتظار وکړو او وګورو چې د سږ کال په اوړي کې څه کیږي. "

په افغانستان کې معمولاً د پسرلي او اوړي په موسمونو کې جګړه تودیږي خو د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو په دوحه کې د افغانستان او طالبانو د سولې د مرکچیانو سره د ملاقات نه وروسته په ګډې اعلامیې کې د طالبانو نه غوښتي چې پسرلني عملیات دې نه پیلوي.

خو د دې سره سره، جنرال میلي پخپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي توافق احتمال شته چې د دې جنرال په باور په افغانستان کې د یوې "پراخې کورنۍ جګړې"‍ مخه نیولی شي.

دغه امریکایي جنرال پدې ټینګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یاغیګرۍ په خلاف د جګړې څو کلنه تجربه لري خو دا یې ونه ویل چې آیا هغوي به د بهرنیو ځواکونو د مستقیم ملاتړ پرته وکړی شي د طالبانو په خلاف جګړه وکړي او که نه.

وروسته تر هغه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن څه باندې درې اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان نه به د امریکایي ځواکونو وتل د همدې روانې مې د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ بشپړ شي، د افغانستان د راتلونکې په هکله اندیښنې پیدا شوي.

افغان چارواکو هم منلې چې ښایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه زور واخلي خو هغوي ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د طالبانو د بریدونو د ځواب ویلو توان لري.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب درې ورځې وړاندې وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان د طالبانو په لاس سقوط ونکړي.

XS
SM
MD
LG