د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا تایید کړه چې د واشنګټن د ملي امنیت د ګټو په تړاو د ګرینلنډ په اړه د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي او زیاته یې کړه چې د دغو خبرو څخه د یوې مثبتې پایلې تمه لري.
روبیو دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې د یوې استعماعیه غونډې پر مهال وکړې.
هغه د ډیلاویر ایالت د ډیموکرات سناتور کریس کوونز یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل:
“حتی همدا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم، په ګرینلنډ او ډنمارک کې له شریکانو سره، د ګرینلنډ د موضوع په اړه د تخنیکي کچې ځینې غونډې زموږ تر منځ روانې دي او فکر کوم موږ داسې یو بهیر رامنځته کړی چې د ټولو لپاره یوې ښې پایلې ته ورسیږو.”
روبیو بیا ټینګار وکړ چې د ګرینلنډ په اړه د ملي امنیت د مسلې سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ علاقه اوږدمهاله ده، د اوسني حکومت نه مخکې هم موجوده وه، او د امریکا د متحدینو له خوا هم منل شوې ده.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۱مه، د سویس په داووس ښار کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره له لیدنې وروسته اعلان وکړ چې هغه د ګرینلنډ په اړه د “راتلونکي تړون د چوکاټ” پر سر له ناټو ائتلاف سره یوې “هوکړې ته نږدې” دی.
روبیو په داووس کې د ټرمپ وینا ته اشاره وکړه، چې پکې د ګرینلنډ د ټاپو د ترلاسه کولو لپاره د زور کارول رد شوي وو، خو د خبرو په اړه یې خوشبیني ښودل شوې وه.
روبیو وویل: "زه فکر کوم موږ به یو مثبت کار وکړو؛ موږ به دا بهیر په ډېر مسلکي او روښانه ډول پیل کړو. دا بهیر نن پیلېږي او دا به یو منظم او دوامدار بهیر وي."
هغه زیاته کړه، " موږ هڅه کوو دا کار په داسې ډول ترسره کړو چې هر ځل چې دا خبرې اترې کېږي، رسنیو ته د یوې نندارې په شان نه وي، ځکه موږ فکر کوو چې دا به دواړو خواوو ته لا ډېر انعطاف ورکړي تر څو یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. خو زه فکر کوم چې موږ به هماغې پایلې ته ورسېږو.”
د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې د یوې استعماعیه غونډې پر مهال د راتلونکو کارونو په منلو سره، روبیو سنا ته وویل:
“موږ لږ کار لا مخې ته لرو، خو زه فکر کوم چې بالاخره به یو ښه حالت ته ورسېږو، او زه فکر کوم چې ډېر ژر به تاسو دا خبره زموږ د اروپايي همکارانو له خوا هم واورئ.”
په همدې حال کې، د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن، چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خبرو اترو وروستي پړاو ته یې غبرګون وښود، دا خبرې “ډېرې رغنده” وبللې او ویې ویل چې نورې ناستې هم پلان شوې دي.
راسموسن وویل: “دا نه ده چې هر څه حل شوي دي، خو دا ښه خبره ده، ځکه اوس موږ بېرته هغه ځای ته ستانه شوي یو چې په واشنګټن کې مو دقیقاً دوه اونۍ او یوه ورځ مخکې پرې هوکړه کړې وه.”
هغه د جنورۍ ۱۴مې ناستې ته اشاره کوله، هغه ناسته چې ده او د ګرینلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، ویویان موټزفېلډت، د امریکا د ولسمشر له مرستیال جيډي وینس او روبیو سره کړې وه.
راسموسن وویل چې هېواد یې د ټرمپ د ادارې له خوا د امریکا امنیتي اندېښنو سره شریک نظر لري، او ټینګار یې وکړ چې د ده حکومت هم غواړي دا موضوع د ډنمارک د پاچاهۍ، ګرینلنډ او امریکا ترمنځ، د ناټو له نږدې همکارۍ سره، حل شي.
ګرینلنډ، د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو، د ډنمارک تر حاکمیت لاندې یو خود مختاره قلمرو دی.
فورم \ دبحث خونه