د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د فدرال حکومت د بندېدو د مخنیوي لپاره بل اقدام وکړ


د متحدو ایالتونو د کانګرس ماڼۍ
د متحدو ایالتونو د کانګرس ماڼۍ

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې او سنا (کانګرس) د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۹ (حوت لسمه) یوه بله لنډ مهاله لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې د فدرال حکومت د ځینو ادارو فعالیتونه د مارچ تر اتمې او د ځینو نورو یې د مارچ تر ۲۲ پورې روان پاتې شي.

د استازو خونې په اسانۍ دا لایحه تصویب کړه او سنا د جمعې په شپه تصویب او تائید کړه. دا په تېرو څو میاشتو کې څلورم ځل دی چې د حکومت د ځینو برخو د بندېدو لپاره لنډه مهاله بودیجه ټاکل کېږي.

د استازو مجلس مشر مایک جانسن وویل چې د کلنۍ بودیجې په څلورو لایحو باندې خبرې بشپړې شوې چې د فدرال ادارې به تمویلوي او «په نورو باندې هم تقریبآ موافقه» نهايي شوې ده.

نوموړي، چې د بندو دروزاو تر شاه د جمهوري غوښتونکو له استازو سره تر ملاقات وروسته هیله من ښکارېده، وویل: «موږ به دا کار تمام کړو.»

ټاکل شوې چې کانګرس ۱.۶ ټریلیون کلنۍ بودیجه، چې موده یې د تېرکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیل شوې، تصویب کړي.

د استازو خونې پخوانی مشر کوین مککارتي له سپینې ماڼۍ سره په همدې اندازه بودیجې موافقې ته رسېدلی و چې بیا د خپل ګوند یو شمېر غړي یې په ضد ودرېدل او هغه یې له مشرۍ څخه لېرې کړ.

تېره ورځ د متحدو ایالتونو د کانګرس مشرانو موافقه وکړه چې د بودیجې لپاره ضرب الاجل د مارچ تر میاشتې پورې وغځوي او په دې ډول یې د شنبې په ورځ د فدرال حکومت د بندېدو مخه ونیوله.

له دغه تصویب وروسته به استازو ته فرصت برابر شي چې د کلنۍ بودیجې ټولې لایحې وارزوي او بحثونه پرې وکړي.

په کانګرس کې د دموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوند غړي له څو اوونیو راهېسې د بودیجې په طرحې باندې بحثونه کوي او د نظر اختلافات لري.

له اوکراین اواسرائیل سره مرسته، د متحدو ایالتونو د جنوبي سرحدونو د امنیت تامین او د ناقانونه کډوالو مخه نیول د دغو قانون جوړونکو ترمنځ د بحث اصلي مسائیل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG