د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزیر: غیرقانوني کډوال باید خپل هیواد ته ستانه شي


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یو ځل بیا په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په ستنیدلو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې نور کډوال هم باید د یو منظم پروګرام په ترڅ کې ستانه شي ترڅو د ښاغلي احمدي په وینا د خپل هیواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۳ (حوت څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې کډوالو ته د ساعتونو لپاره د کور په کرایه ورکول رد کړي او ویلي دي چې دغسې جواز نه دی صادر شوی.

احمد وحیدي د کډوالو د پیژندګلوئ د کارټ اړه ویلي: "مخکې هغو اتباعو ته چې په هیواد کې یې حضور درلود مختلف ډول کارتونه په پام کې نیول شوي وو، چې پریکړه وشوه دا ټول کارتونه په یو ځیرک کارت کې سره یوځای کړو. اوس مهال یو کارت په پام کې نیول شوی او چاپ شوی هم دی؛ دا کارتونه ځینو اتباعو ته ویشل شوي هم دي".

هغه ددغو نویو چاپ شویو کارتونو د ځاګړتیاو په اړه نور جزئیات ورنکړل. دمخه په ایران کې میشتو افغان کډوالو ته د "امایش" په نوم کار ویشل کیده.

د "امایش" کارت په ایران کې بهرنیو اوسیدونکوپه ځانګړي ډول افغانانو ته ورکول کیده چې د یو کال وروسته د تمدید وړ و.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرنې ښيي چې په تیرو اوو ورځو کې نږدې ۱۱ زره افغان کډوال په جبري او یاهم په دواطلبانه ډول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې ددغو ستنو شویو اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې ایران ته د تلوونکو او له دغه هیواد څخه د ستنیدونکو افغان کډوال نسبت شاوخو۶۰ فیصده دی.

دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې له ۱۱ څخه تر ۱۷ ورځې پورې ۳۷ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او په همدې موده کې شاوخوا ۱۵ زره نور افغانان بیرته ایران ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHRC) د شمیرنو له مخې اوس مهال ۴.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسیږي. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته دغه هیواد ته تللي دي.

دا کمیشنري وايي چې ددغه شمیر ۲.۶ میلیونه افغانان ثبت شوي او ۷۵۰ نور په ایران کې د " امایش" کارت لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران میشتو کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۵۲.۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا بودیجه به د ماشومانو څخه د ملاتړ، پوهنې، خوړو خوندیتوب، روغتیا او سوتغذیه، سرپناه، اوبو او نغدو پیسو د مرستو په برابرولو په مصرف ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG