د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کډوالو تګلارې ناندرې پارولي


د ولسمشر ټرمپ دغه کار د بشري حقونو د ټولنو غبرګونونه پارولي دي
د ولسمشر ټرمپ دغه کار د بشري حقونو د ټولنو غبرګونونه پارولي دي

د ټرمپ حکومت هغه ماشومان له پلرونو جلا کوي چې پلرونه یې په ناقانونه توګه امریکا ته راغلي دي.

د حکومت دغه کار د بشري حقونو او کډوالو د فعالانو او ټولنو سخت غبرګونونه پارولي دي، ځینو دا کار ظلم بللی دی. خو سپینه ماڼۍ وايي چې دا وضعیت مخکني حکومت جوړ کړی دی.

شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان وار د مخه له خپلو پلرونو څخه جلا شوي او موقتو کمپونو کې مېشت کړل شوي دي. د هغوی پلرونه د پنا غوښتنې ځواب ته منتظر دي. دغه کار د ولسمشر ځیني پلویان هم پارولي دي.

د ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ هیله څرګنده کړې ده چې د کډوالو په قانون کې د اصلاحاتو په راوستلو سره به د ماشومان وضعیت ښه شي. د میلاني ټرمپ دفتر په یوې اعلاميې کې ویلي دي چې هغه په دې خواشینې شوې ده چې ماشومان له پلرونو جلا کړل کیږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زید رعد الحسین دا "بې رحمانه" کار بلل دی او ویلي دي "ښاغلی ولسمشره! خلک چې له ویزې پرته له سرحد نه تېریږي، بشرونه حقونه یې نه ختمیږي".

خو ولسمشر ټرمپ امریکا ته د لاتیني امریکاد کډوالو راتګ د خپل هېواد له ملي امنیت سره تړي او وايي چې د ام اس-۱۳ قاتل بانډ چې اکثر غړي یې د لاتیني امریکا وګړي دي، متحدو ایالتونو ته داخل شوي دي قتل، غلا، تیری، چور او چپاول کوي.

ولسمشر ټرمپ د مخکني ولسمشر اوباما اداره تورنوي چې دا وضعیت یې رامنځ ته کړی دی. خو په کانګرس کې د ډیموکرات ګوند غړې ننسي پلوسي د ښاغلي ټرمپ اد ادعا رد کړه او وویل چې پناه غوښتنه یو نړیوال اصل دی.

په همدې حال کې روانه اونۍ د متحدو ایالتونو کانګرس د کډوالو په چارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د جمهوري غوښتونکو پر دوو مسودو رایه اچونه کوي.

که دغه اصلاحات راشي، په سرحدونو کې به د کډوالو پر ضد تشدد کم شي او هغو سلګونو زره کډوالو ته چې ناقانونه امریکا ته راغلي، په دغه هېواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړل کیږي.

XS
SM
MD
LG