د لاس رسي وړ اتصالات

له کډوالو سره دښمني ګناه ده- پاپ فرانسیس


پاپ معمولا خلک هڅوي چې له کډوالو او اړمنو سره مرسته وکړي
پاپ معمولا خلک هڅوي چې له کډوالو او اړمنو سره مرسته وکړي

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانیسس وايي د کډوالو او مهاجرت کړکیچ د اندېښنې وړ دی خو باید له کډوالو سره دښمنۍ او تبعیض ته لاره خلاصه نکړي.

پاپ فرانسیس دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ ( جنورۍ۱۴) په واتیکان کې یو شمېر راټولو شویو کډوالو ته وکړې. هغه وویل خلک په ځینو سیمو کې د نویو کډوالو په ورتګ سره یو ډول اندېښمن شوي دي‌.

پاپ فرانسیس وویل چې د خلکو دا اندېښنه او ډار د درک وړ دي خو که دومره ډېریږي چې بیا له کډوالو او مهاجرینو سره په کرکې او د هغوی په سپکاوي بدلیږي، بیا نو ګناه ده.

اسوشیتدپرس وايي‌ پاپ معمولآ په خپلو خبرو کې مسیحیان،‌ یهودیان او د نورو ادیانو منونکي‌ هڅوي چې په خپلو ټولنو او سیمو کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم وانخیست،‌ خو د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا د اروپايي‌ ټولنې د هغه پلان سره مخالفت کړی چې غواړي نوي کډوال په اروپا کې ځای په ځای کړل شي.

پر دې سربېره متحده ایالتونه او په ځانګړي ډول ولسمشر ټرمپ له شاوخوا دوو کلونو راهېسې خپل هېواد ته د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د فزیکي او قانوني خنډونو د جوړولو هلې ځلې کوي.

تر دې مخکې پاپ فرانسیس د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په لومړۍ نیټه بنګلدېش ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې روهنګیايي مسلمانانو ته پناه ورکړي. د میانمار پوځ د روهنیګا د اقلیت مسلمانانو په سیمو کې عملیات وکړل چې هغوی ته درانده مالي او ځاني زیانونه ورسېدل او ډېر یې له خپلو سیمو وتښتېدل.

په دې وروستیو کلونو کې اروپا ته د عراق، سوریې، لیبیا، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو میلیونونه خلکو په اروپا کې د پناه غوښتنې وکړې او کډوال شول

XS
SM
MD
LG