د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا په هند کې په مریتوب انتقاد وکړ


ټاکل شوی چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د امریکا کانگرس ته وینا وکړي
ټاکل شوی چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د امریکا کانگرس ته وینا وکړي

امریکایي سناتوران د هند سره د مخ په ودې دفاعي همکارۍ په اړه هڅول شوي، خو امریکا ته د هند د صدراعظم د سفر په درشل کې په هغه هیواد کې د مذهبي تعصب او مریتوب په هکله اندیښمن دي.

د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د وینا دمخه د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د نړۍ د دغو دوو سترو دموکراسیو ترمنځ اړیکې وارزولې.

که څه هم امریکایي وکیلان د هند سره د لا ژورو اړیکو ملاتړ کوي، خو د سوداگرۍ د پرمختگ، پانگونې د ورو بهیر او په هغه هیواد د بشري حقونو په حالت اندیښمن دي.

ایران ته د ښاغلي مودي د روانې اونۍ د سفر په ترڅ کې تهران او ډهلي موافقه وکړه چې په ایران کې د چابهار د ستراتیژیک بندر د پراخولو لپاره ٥٠٠ میلیونه ډالره پانگونه وکړي، په دې موضوع او د ایران سره د هند د تودو اړیکو په هکله د کانگرس یو شمیر غړي ناخوښ دي.

ټینگې اړیکې

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو رئیس باب کارکر وایي دا مهمه ده چې هند او امریکا په گډه دموکراتیک ارزښتونه پیاوړي کړي او د هند د اوقیانوس په حوزه کې چې چین د پراخ نفوذ هڅه کوي، د یو بل تر څنگ ودریږي.

هغه همداشان د هند بازار ته د امریکا د لاس رسي او لوړو کمرگي تعرفو نه شکایت کوي. ښاغلی کارکر په دې هکله هم اندیښنه څرگندوي چې د نړۍ د شاو خوا ٢٧ میلیونو وگړو له جملې څخه چې په مریتوب کې ژوند کوي، نیمایي یې په هند کې اوسیږي.

په هند کې د دیني توپیرونو پر ضد مظاهرې
په هند کې د دیني توپیرونو پر ضد مظاهرې

هغه وایي "څنگه یو هیواد دا خوښوي چې په ٢٠١٦ کې په کې له ١٢ څخه تر ١۴ میلیونو پورې مریان موجود وي. دا څنگه پیښیدای شي؟"

د اسیا د جنوب په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله نیشا بیسوال وایي دوه اړخیزې اړیکې "هیڅکله هم غښتلې" نه وې، خو زیاتوي دواړه اړخونه دا مني چې "زیات کار ته اړتیا ده."

د مریتوب د مسلې په هکله هغه وایي په هند کې ددې موضوع د حل په اړه مخ په ودې پوهاوی او تعهد شته او د بشري قاچاق په چارو کې د امریکا سفیر ته اجازه ورکړل شوی چې د لومړي ځل پلاره هند ته لاړ شي او هلته یې "گټور او موثر بحثونه کړي دي."

اغلې بیسوال وایي د بشري قاچاق یو لړ کړۍ ماتې شوي خو هند اړتیا لري چې "د ټولنې په ټولو برخو کې د قانون حاکمیت پیاوړی کړي تر څو په دې باوري شي چې دا ډول حالات او دا ډول بشري قاچاق له منځه لاړ شي."

د نورو موضوعگانو تر څنگ دموکرات سناتور تیم کاین د نړیوالو دیني آزادی په هکله امریکایي کمیټې ته د ویزې د نه ورکولو مسله یاده کړه او ویې ویل چې د هند له نظره دغه کمیټه د هغه هیواد د وضیعت د څیړلو په هکله د قضاوت قانوني موقف نه لري.

د ښاغلي کاین، له نظره هند هغه وخت کولای شي د یوې سیکولار دموکراسۍ په توگه سر پورته کړي چې خلک یې دا فکر ونه کړي چې یو څوک د دیني عقایدو او د عبادت د مناسکو په بنسټ امتیاز ولري.

د نژدې دوو کالو راهیسې چې ښاغلي مودي د هند د صدراعظم په توگه د چارو واگې ترلاسه کړي، د هند او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې ښه شوی دي، که څه هم چې د هند حکومت تر اوسه هغه اقتصادي اصلاحات نه دي پلي کړي چې واشنگټن یې غواړي.

رپوټ: اسوشیتدپرس

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG