د لاس رسي وړ اتصالات

غني:د افغانستان هېرول به نړیوال امنیت ته ناوړه پایلې ولري


ولسمشر غني د کنفرانس ګډنوالو ته وویل چې د ترهګرۍ د ماتولو لپاره د افغانستان په ګډون نړیوال ملاتړ ضرور دی.
ولسمشر غني د کنفرانس ګډنوالو ته وویل چې د ترهګرۍ د ماتولو لپاره د افغانستان په ګډون نړیوال ملاتړ ضرور دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جرمني په مونیخ ښار کې د نړیوال امنیت په اختتامیه غونډه کې چې د مختلفو هیوادونو دفاعي چارواکو او لوړپوړو دیپلوماتانو پکې حضور درلود، وویل چې د افغانستان پریښودل او هیرول به د نړۍ دپاره خطرناکې پایلې ولري.

جمهور رئیس غني پدې وینا کې د نړیوالې ټولنې او په ځانگړې توگه د افغانستان او امنیت د تامین په برخه کې د امریکا د همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د ناټو او ایساف د غړو هیوادونو قربانۍ او همکارۍ به ضایع نشي.

ښاغلي غني وویل د ملي شورا په دواړو جرگو کې د ولس استازو د قاطع ماموریت قوي ملاتړ اعلان کړی او دا د افغانستان د راتلونکې د همکارۍ بنسټ جوړوي.

په داسی حال کې چې نړیواله ترهگري په ځانگړې توگه د اسلامي دولت د ډلې خطر چې زیات شوی دی، جمهور رئیس غني وویل، د نړیوالې ترهگرۍ گواښ یا موجدیت مطرح دی، او افغانستان د همدې نړیوالې ترهگرۍ د غونډېدو ځای دی چې له پامه غورزول به یې خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي وویل "هرکله که موږ دا موضوع له یاده وباسوو، او خپله توجه بلې خواته کړو، نو خطرناکې پایلې به ولري. په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان عملیات خرابې اغیزې پرېښودې او د دې سبب شوې چې د عملیاتو مرکز افغانستان ته واوړي."

جمهور رئیس غني د اردني پیلوټ ژوندي سوزیدنې او د دوه جاپاني خبریالانو سر پری کېدو پېښو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل "داعش ډله چې په چټکۍ پر مخ ځي، د خپل سنتي حالت نه څلور پړاو پورته شوې چې اداره سازمان کول، انسجام، تصمیم نیونې او عمل کولو ته رسیدلې. موږ دا نه غواړو چې ووایو ژمن نه یوو، نړۍ زموږ پوروړې نده، موږ باید په لمړي گام کې د سازمان کولو او عمل کولو مسولیت پخپله واخلوو."

په نړیواله کچه د افغانستان د غوره حضور په برخه کې جمهور رئیس غني څلور ټکي روښانه کړل.

په ملي کچه د افغانستان د ملي امنیت په تامین کې د افغانستان فعالیت، په سیمه ییزه کچه د هغو کسانو په وړاندې په مبارزه کې د گاونډیو هطوادونو همکاري چې د همدې هطوادونو له سیمو نه په افغانستان بریدونه کوي او په نړیواله سطحه د ترهگرۍ سره په مبارزه کې همکاري ده.

ده وویل که هر کله افغانستان د نړیوالې ټولنې د همکارۍ نه پرته هڅه وکړه نو دوه گامه به شاته پاتې شي او نړیوال ملاتړ لازمي دی.

په داسی حال کې چې جمهورئیس غني د ملي وحدت د حکومت د پراخې دیپلوماسۍ یادونه وکړه، ویې ویل د چین او امریکا متحده ایالاتو سره راتلونکې اړیکې ډیرې مهمې دي.

جمهور رئیس غني د روسیې د اشغال په وړاندې د افغانستان د کامیابه مبارزې یادونه هم وکړه او وویل افغانستان نن په نړۍ کې یو نوی باب پرانیزي چې په نړیواله سطحه تفاهم، شراکت او د افغانستان د منابعو پلورل پکې شامل دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG