د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې په داعش هوايي‌ برید کړی


د امریکا د پوځ بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار کې په داعش برید کړی
د امریکا د پوځ بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار کې په داعش برید کړی

د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش له ځانمرګي برید شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د داعش-خراسان ډلې په افرادو یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

په برید کې هغه کس په نښه شوی دی چې د امریکا د پوځ په باور د کابل د هوايي ډګر د خونړي ځانمرګي برید پلان یې جوړ کړی و.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند جګړن بل اوربن د جمعې په ورځ اګست ۲۷ (وږي۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: « د بې پیلوټه الوتکې برید د ننګرهار په ولایت کې شوی دی. له ابتدايي نښو نښانو ښکاري چې موږ په نښه شوی کس وژلی دی. موږ پوهېږو ملکی‌ تلفات نشته.»

د کابل په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان په کې ووژل شول او د داعش-خراسان ډلې ویلي و چې برید هغوي کړی.

تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له امریکایي اتباعو څخه وغوښتل چې له هوايي ډګر څخه ځانونه لېرې وساتي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې امریکايي چارواکي فکر کوي چې د نورو ترهګریزو بریدونو احتمال هم شته.

ولسمشر بایډن د کابل له برید وروسته د غچ اخیستلو ګواښ کړی و.

په افغانستان کې د مخکني حکومت چارواکو په وینا د داعش ډله د افغانستان په ختیځ او شمال کې فعاله ده چې شمېر یې سلګونو ته رسیږي. په دوی کې د طالبانو یو شمېر پخواني غړي هم شامل دي.

د داعش ډلې برید د طالبانو له لورې د کابل له نیول کېدو وروسته د خپل ډول لومړی برید و.

XS
SM
MD
LG