د امریکا متحده ایالتونه او اسرائیل وایي چې د شنبې په ورځ یې پر ایران "لوی پوځي" برید پيل کړ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم په وړاندې د لویو جنګي عملیاتو تایید وکړ او په داسې حال کې چې بریدونه روان وو له ایرانیانو یې وغوښتل چې "خپل حکومت په خپل واک کې واخلي".
ټرمپ د تروت سوشېل په ټولنیزې شبکې کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې وویل: "زه نن شپه وایم چې ستاسو د ازادۍ ساعت راورسېد" او زیاته کړې یې ده چې دا پوځي عملیات به د ایران پر توغندیزو او اټومي پروګرامونو او د هغه هېواد پر بحري ځواک برید وي.
هغه دا هم ویلي چې دا بریدونه د دې لپاره دي چې ډاډ ترلاسه شي چې امریکایان "هېڅکله په اتومي وسلو سمبال ایران له خوا له ګواښ سره مخ نه شي."
ولسمشر ټرمپ د ایران پوځ ته هم وویل: "د سپاه پاسداران انقلاب" وسله والو ځواکونو او د پولیسو ټولو غړو ته زه نن شپه وایم چې تاسو باید خپلې وسلې کیږدئ او بشپړ مصونیت ترلاسه کړئ. یا، له حتمي مرګ سره مخ شئ. نو خپلې وسلې کیږدئ. تاسو سره به په عادلانه توګه له بشپړ مصونیت سره چلند وشي، یا به له حتمي مرګ سره مخ شئ."
ډونالډ ټرمپ د ایران خلکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "په پای کې، د ایران لویو او ویاړلو خلکو ته، زه نن شپه وایم چې ستاسو د ازادۍ ساعت راورسېد. په کورونو کې خوندي شئ. له خپلو کورونو مه وځئ. بهر خطر ډېر دی. بمونه به په هر ځای کې غورځي. کله چې زموږ کار پای ته ورسیږي، خپل حکومت په لاس کې واخلئ. دا به ستاسو وي چې وایې خلئ. دا به شاید ستاسو لپاره یوازنۍ فرصت وي."
په داسې حال کې چې په تهران او نورو ښارونو کې د چاودنو غږ اورېدل کیږي، ایران وویل توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه یې د اسرائیل په وړاندې ځوابي اقدام کړی دی.
ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړی او متحدو ایالتونو ته د رسېدو وړ توغندیو جوړولو پلان لري او د ایران له خلکو یې غوښتنه وکړه چې "خپل حکومت واک په لاس کې واخلئ — دا به ستاسو وي چې وایې خلئ."
ولسمشر ټرمپ منلې چې په دې عملیاتو کې ممکن امریکایانو ته هم مرګ ژوبله واوړي، ځکه د ده په وینا "دا په جګړه کې اکثراً پېښېږي".
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په ټول هیواد کې بریدونه شوي دي. له تهران څخه د لوګیو پورته کیدل لیدل کیدل، او داسې ښکاري چې لومړی برید د ایران د رهبر، ایت الله علي خامنه ای، د دفترونو سره نږدې شوی.
د اسرائیل له لوري د برید اعلان
د اسرائيل د دفاع وزیر، اسراییل کتز، د اسرائیل له لوري د دې برید او په هغه هېواد کې د بېړني حالت اعلان وکړ.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو خپل برید ته "د زمړي غړمبا عملیات" نوم ورکړی او وايي چې "د اسرائیل دفاعي ځواکونو او د امریکا وسله والو ځواکونو یو پراخ او ګډ عملیات پیل کړی چې د ایران ترهګر رژیم په بشپړه توګه کمزوری کړي او د وخت په تېرېدو سره د اسرائیل په وړاندې موجود ګواښونه له منځه یوسي".
د اسرائیل دفاعي ځواکونه زیاته کړې: "د ایران رژیم د اسرائیل د ویجاړولو پلان نه دی پریښی. دغه رژیم د اسرائيل پر پولو میشت خپل نیابتي ډلو ته مالي ملاتړ، روزنه او د وسلې ورکولو ته دوام ورکړی دی. دا کړنې د اسرائيل لپاره موجود یو ګواښ دی او منځني ختیځ او ټولې نړۍ ته یو خطر متوجه کوي."
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي: "اسرائیل د ځان د دفاع حق لري. پر اسرائیل د توغندیو یوه بله لړۍ هم ویشتل شوې ده. د هوايي دفاع سیسټم اوسمهال ګواښونه په نښه کوي او مخنیوی یې کوي. له ایران څخه پر اسرائیل باندې د توغندیو د ویشتل کېدو له تشخیص وروسته، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په څو سیمو کې د خطر زنګونه وغږول شول. د اسرائیل هوايي ځواک د ګواښونو د مخنیوي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره په اړینو ځایونو کې د برید لپاره کار کوي."
د بنیامین نتنیاهو پیغام
د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، له متحدو ایالتونو سره د یو ګډ برید اعلان وکړ چې "د ضرورت تر وخته به دوام وکړي". بنبامین نتنیاهو خپل ولس ته وویل: "زما خویندو او ورونو، د اسرائيل وګړو، لږ وخت مخکې، اسرائیل او متحده ایالتونو د ایران د ترهګر رژیم لخوا د رامنځته شوي موجود ګواښ د له منځه وړلو لپاره یوه عملیات پیل کړل."
نتنیاهو زیاته کړه چې "زه له خپل لوی ملګري، ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه د تاریخي مشرۍ له امله مننه کوم".
د اسرائیل د لومړي وزیر په وینا "د ۴۷ کلونو راهیسې، د ایت الله رژیم 'اسرائیل ته مرګ' او 'امریکا ته د مرګ' شعارونه ورکړي. دې زموږ وینه تویه کړې، ډیر امریکایان یې وژلي، او د خپل خلکو نسل وژنه یې کړې ده. دې وژونکی ترهګر رژیم ته باید اجازه ورنکړل شي چې په اټومي وسلو سمبال شي. دا کار به ورته د ټول بشریت د ګواښولو وړتیا ورکړي".
نتنیاهو ویلي: "زموږ ګډ اقدام به د زړور ایراني ولس لپاره شرایط برابر کړي چې خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي. ددې وخت راغلی چې د ايران ټول وګړي فارسيان، کوردان، آزري، بلوڅان او اوازيان د ظلم په وړاندي ودریږي او د آزادۍ او سولې خوښونکي ارزښتونه ايران ته راوګرځوي."
د اسرائیل لومړي وزیر له خپل ولس څخه غوښتي چې "د کورنۍ جبهې قومندانۍ لارښوونې تعقيب کړي".
نتنیاهو زیاته کړې چې "په راتلونکو ورځو کې د "زمري غړمبا" په نوم عملياتو کې، موږ ټول باید له صبر نه کار واخلو او د روحانيت قوت وښيو. يوځای به ودريږو، يوځای به جګړه وکړو، او يوځای به اسرائيل ته د ابديت تضمين ور په برخه کړو".
د دغو بریدونو مخکې، متحدو ایالتونو په سیمه کې خپل پوځي حضور زیات کړی و. ولسمشر ټرمپ له دې کار سره ژمنه کړې وه چې د هغو اعتراضکوونکو سره به مرسته وکړي چې د ډسمبر په وروستیو کې یې د ایران د رژیم په وړاندې اعتراضونه پیل کړي وو.
متحدو ایالتونو په داسې حال کې په سیمه کې د جنګي الوتکو او جنګي کښتیو یوه ډله ځای په ځای کړه، چې د ایران څخه یې غوښتي وو چې د خپل اټومي پروګرام او د بالستیک توغندیو وده، پای ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ په وار وار خبرداری ورکړی و چې که ایران خپل اټومي پروګرام او خپل ناوړه کړنې بندې نه کړي، نو له پوځي اقدام سره به مخ شي. مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، د فبرورۍ په ۱۷ وویل چې د خبرو اترو په دوو پړاوونو کې د تهران وړاندیزونه د متحدو ایالتونو له غوښتنو سره برابر نه وو.
د ایران لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی و چې هغه هېواد به د هر ډول برید په وړاندې ځوابي برید وکړي او حتی یو کوچنی برید هم کولی شي په ټوله سیمه کې جګړه راوپاروي.
فورم \ دبحث خونه