د لاس رسي وړ اتصالات

چین ته د ټرمپ سفر؛ امریکا وايي د ایران سره په شخړه کې د چین مداخلې ته اړتیا نشته

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ [مې ۱۳مه] وویل چې امریکا له ایران سره د "یو ښه تړون" په لټه کې ده خو له تهران سره د شخړې د حل لپاره د چین مداخلې ته اړتیا نه لري.

د ایران سره د مذاکراتو د وضعیت په اړه ولسمشر ټرمپ ویلي: "په یو ډول نه یو ډول، دا به د امریکا د خلکو لپاره ډېر ښه وي، او زما په اند په حقیقت کې د ایران د خلکو لپاره هم ډېر ښه وي."

ولسمشر د خپل چینايي سیال شي جن پېنګ سره د کتلو لپاره د خپل رسمي سفر نه مخکې په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا شي باید د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې په حل کې مرسته وکړي، هغه وویل "زما په اند موږ د ایران په اړه هېڅ مرستې ته اړتیا نه لرو."

ټرمپ وویل، "موږ به په یو ډول نه یو ډول وګټو - موږ به یې په سوله ییزه توګه یا په بل ډول وګټو." ده زیاته کړې چې "هغوی [ایران] له پوځي پلوه ماتې خوړلې. یا به دوی سم کار کوي یا به موږ دا کار پای ته ورسوو."

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د جګړې وزارت د مشرتابه په حواله د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو د ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ایران سره په شخړه کې ۲۹ میلیارده ډالره لګښت راغلی.

د جګړې وزارت مشر مالي څارونکي جولس هرسټ د سه شنبې په ورځ د استازو او سنا مجلسونو د بودیجې او لګښتونو د فرعي کمېټو په استماعیه غونډو کې د لګښتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

هرسټ، د جګړې وزیر پیټ هېګسیټ او د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډان کېن د دواړو فرعي کمېټو غړو ته د ۲۰۲۷ کال لپاره د پنټاګون د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودیجې په اړه توضیحات ورکړل.

د ۲۹ میلیارد ډالرو دا شمېره د هغه اټکل څخه ۴ میلیارد ډالر زیاته ده چې هېګسیټ دوه اونۍ وړاندې د کانګرس د غړو سره شریکه کړې وه.

هرسټ د سنا په استماعیه غونډه کې وویل: "د دې زیاتوالي یوه لویه برخه د تجهیزاتو د ترمیمولو او بدلولو د لګښتونو د کره اټکل له امله ده. زموږ د مهماتو لګښتونه تر ډېره حده ثابت دي. موږ فکر کوو چې دا ډېر دقیق دي.".

د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د اپریل په ۸مه پر اوربند سلا وکړه. پاکستان د دې شخړې د پای ته رسولو په هڅه کې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړ. د امریکا او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو سره سره او تېره اونۍ پر متحده عربي اماراتو او عمان د ایران له جلا بریدونو سربېره، متحده ایالتونه وايي چې اوربند لاهم دوام لري.

کله چې د استازو په مجلس کې د مېنېسوټا استازې بېټي مېکولم له هېګسیټ څخه وپوښتل چې ایا حکومت د ایران پر وړاندې د عملیاتو د کمولو لپاره کوم "بل پلان" لري، هېګسیټ د ایران په اړه د حکومت له تګلارې نه دفاع وکړه.

هېګسیټ دا اندېښنې رد کړې چې د امریکا پوځي مهمات ختم شوي. ده ډاډ څرګند کړ چې "که اړتیا وي، موږ [متحده ایالتونه] د عملیاتو د پراخولو پلان لرو... موږ د وسایلو د لېږدولو پلان لرو."

هګسیت وویل چې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره پوځي او ډیپلوماتیکه حل لاره، دواړه شته.

د جګړې وزیر وویل: "په یقیني توګه داسې پوځي لارې شته چې موږ پرې کولی شو تنګي خلاص کړو – هم ځمکني اهداف او هم هغه څه چې موږ یې د خپلو سمندري وړتیاوو په مرسته کوو. زموږ سمندري محاصره خو لاپرېږدئ."

هغه وویل چې غوره اوږدمهاله تګلاره به له ایران سره یو تړون وي چې په ترڅ کې يي ایران تنګي پرانیزي. هېګسټ ټینګار وکړ چې دا شخړه به د امریکا په شرایطو حل شي.

د متحده ایالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د هغې محاصرې د دوام خبره کړې چې د اپریل په ۱۳مه د هرمز په تنګي کې پیل شوې ده. سنټکام زیاته کړې چې د محاصرې له کبله يي تر اوسه پورې د ۶۵ سوداګریزو کښتیو مسیر بدل کړی او څلور کښتۍ یې له کاره غورځولې دي.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال ډان کېن وویل چې ایران د محاصرې فشار احساسوي.
هغه وویل: "هغوي [ایران] کاملاً فشار احساسوي او موږ یو لړ پوځي انتخابونه لرو."

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG