د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر وايي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ایران کولای شي د روان کال په وروستیو کې په متحده ایالاتو کې په نړیوال جام کې ولوبېږي.
د فیفا مشر ګیاني انفانټینو د سه شنبې په ورځ (مارچ۱۱) ناوخته په انسټاګرام کې لیکلی چې هغه له ټرمپ سره ولیدل او د دې سیالۍ او په ایران کې د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
انفانتینو وویل چې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا تکرار کړه چې د ایران د فوټبال لوبډلې ته په متحدو ایالتونو کې په نړیوال جام کې د ګډون په اړه هرکلی وايي.
تېره اونۍ له ولسمشر ټرمپ څخه په دغو سیالیو کې د ایران د ګډون په اړه پوښتنه وشوه، هغه ته وویل، "زه یې واقعآ پروا نه لرم."
ټاکل شوې ده چې د ایران د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام کې په لاس انجلس او سیاتل کې خپلې لوبې وکړي.
ایران د بلجیم، مصر او نیوزیلینډ سره په (G) ګروپ کې دی.د ایران د سپورت وزیر احمد دونیامالي د چهارشنبې په ورځ د ایران دولتي تلویزیون ته وویل چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د روانې شخړې له امله د ایران فوټبال لوبډلې ته په نړیوال جام کې د ګډون کولو لپاره شرایط نه شته.
دونیامالي وویل: "په هیڅ حالت کې موږ نشو کولی په نړیوال جام کې برخه واخلو." هغه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل هوايي بریدونو ته اشاره وکړه چې د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه يي یې وواژه.
انفانتینو وویل چې نړۍ د نړیوال جام په څیر سیالیو ته ډېره اړتیا لري چې"تر بل هر وخت ډېر خلک سره راټول" کړي.
فورم \ دبحث خونه