د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپلو تېلو له ستراتېژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیون بیرل تیل باسي

ټاکل شوې چې متحده ایالتونه به راتلونکې اونۍ د خپلو تېلو له سټراتيژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیون بیرل تیل وباسي، دا په داسې حال کې ده چې ایران په سیمې کې په کښتیو باندې خپل بریدونه زیات کړي او هڅه کوي نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي.

د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې متحده ایالتونه به تیل وباسي چې د انرژۍ د قیمتونو په ټېټولو کې مرسته وکړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي، چې د انرژۍ نړیوال سازمان په غوڅ اکثریت سره موافقه وکړه چې له خپلو زېرمو څخه به ۴۰۰ میلیون بېرل تېل او تصفیه شوي محصولات بازار ته وړاندې کوي.

رایټ په یوې اعلامیې کې لیکلي دي، «د دغې هڅې د یوې برخې په توګه، ولسمشر ټرمپ د انرژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د پترولیم له ستراتېژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیون بېرل تیل وباسي، دا به بله اونۍ پېل شي. د تخلیې د پلان شویو نرخونو په اساس، د دوی انتقالات به ۱۲۰ ورځې ونیسي.»

ددغو بریدونو له وجې، په نړیوالو بازارونو کې په هرې بوشکې کې د تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو اوښتې ده او د نړۍ مالي بازارونه مخ په ښکته روان دي.

د المونیم بیې هم لوړې شوې دي او ښايي اوږد مهال ځنډ په متحده ایالتونو او اروپا کې د موټر جوړولو، هوايي چلند او د ساختماني مواد د تولیدولو لګښتونه زیات کړي.

سربېره پردې، کیمیاوي سره او کرنه، رابړ، برقي توکي، بېټرۍ، درمل، په اسیا کې د البسو تولید او بوره په هغو توکو کې راځي چې د عرضې لړۍ یې ځنډنۍ شوې ده.

د متحده ایالتونو اقدامات او د بیمې ملاتړ ښايي د سوداګرۍ بهیر روان وساتي خو د عرضې ځینې کارپوهان وايي چې څو اونۍ وخت به ونیسي چې د ګڼو تولیداتو په بیو اغیزې څرګندې شي.

تېره ورځ، په منځني ختیځ کې ګڼ شمېر کښتۍ د تهران لخوا په نښه شوې دي. په کانټېنرونو بار کښتۍ د عراق او دوبۍ په سواحلو کې اېسارې وې او د بحرین د تېلو یوه کارخانه ویشتل شوې ده.

همدارنګه، د ایران نیمه رسمي خبري آژانس وايي چې نیابتي ډلې، په یمن کې حوثیان او نورې ډلې کولی شي چې د عرب ټاپوزمې په جنوبي برخه کې تنګی وتړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG