په داسې حال کې چې د ایران د اسلامي رژیم له لوري د اپوزیسیون د پاڅون د وحشیانه ځپلو په موخه د انټرنټ بندیز، دولسمې ورځې ته غځېدلی، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د لومړي ځل لپاره د ایران د ۴۷ کلن استبدادي رژیم د بدلېدو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا د پولیټیکو خبري وېب پاڼې سره په یوه مرکې کې وویل: "د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت راغلی دی."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروسته دا وینا په خپل فارسي ایکس پانې کې خپره کړه.
ټرمپ د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای "یو ناروغ سړی" وباله چې د هغه په وینا "باید خپل هیواد په سمه توګه اداره کړي او د خلکو وژنه ودروي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه: "د نوموړي هیواد د ناسمې مشرۍ له امله په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره تر ټولو بد ځای دی."
ولسمشر دا څرګندونې د خامنه ای د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې د ایران مشر د شنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې خپرې کړې وې او د مرکه کوونکي ډونالډ ټرمپ ته ولوستلې.
خامنه ای ټرمپ د اسلامي جمهوریت ضد فتنې اچولو او د هغو مظاهره کوونکو په اړه په درواغو تورن کړ چې په سوله ایز ډول یې د رژیم د بدلون غوښتنه کوله. ایراني چارواکو دا مظاهره کوونکي ورانکار، اور اچوونکي او قاتلانو بللي دي.
په لندن کې میشت د انټرنټ څارونکې ډلې نیټ بلاکس ویلي چې د ایران د حکومت له لوري د انټرنیټ بندیز، د دوشنبې په ورځ دولسمې ورځې ته وغځېد.
نیټ بلاکس د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "شمېرې ښیي چې د خلکو ترمنځ اړیکې لاهم لږ دی. په وروستیو ورځو کې، فیلټرنټ کله ناکله د پیامونو د لېږد زمینه یې برابره کړې، چې دا ښیې چې رژیم یو ډېر سخت فیلټر شوی انټرانټ (داخلي انټرنیټ) ازمایي."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل فارسي ایکس پانې کې د انټرنټ بندیز ته په اشارې، لیکي وو چې "اسلامي جمهوري رژیم د څه شي پټولو ته دومره مجبور دی؟"
پیام زیاتوي: "د هېواد د اصلي ننګونو په ځوابولو د تمرکز پر ځای، د اسلامي جمهوري رژیم غواړي چوپتیا او ګوښه والی رامنځته کړي، چې دا په ډاګه کوي چې دا په خپل مشروعیت څومره لږ باور لري. "
د ایران په تهران کې اعتراضونه د تېر ډسمبر میاشتې په ۲۸ پیل شول چې وروسته ټول هېواد ته خپاره شول. دا اعتراضونه د ایران د حکومت د ناسم مدیریت او فساد پر وړاندې د عمومي غوسې له امله وو، چې د اقتصادي بحران د لا خرابېدو او د ډالر په وړاندې د ایراني اسعارو د بې ساري ارزښت د کمښت لامل شوی دی.
د ایران رژیم دغو اعتراضونو ته د مظاهره کوونکو په ډله ایزې وژنې او نیولو سره ځواب ورکړ. د ولسمشر ټرمپ حکومت اټکل کړی چې په ایران کې د لاریونونو د قربانیانو شمېر له زرګونو څخه تر لسګونو زرو پورې رسېږي.
فورم \ دبحث خونه