سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ هغه خبرې اترې ځنډېدلې چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ (د جون ۱۹) په سویس کې ترسره شي.
د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته، سویس د پنجشنبې په ورځ (د جون ۱۸) اعلان وکړ چې دا هېواد به د واشنګټن او تهران ترمنځ د مقدماتي خبرو اترو کوربتوب وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند په یوې اعلامیې کې ویلي چې "د راتلونکو تخنیکي خبرو اترو پلانونه لا تر اوسه نه دي بشپړ شوي او امریکایي پلاوی چمتو دی چې په مناسب فرصت کې (د خبرو اترو لپاره) سفر وکړي. خو د دغو خبرو اترو لوژستیکي اړخونه هېڅکله ساده یا د اټکل وړ نه دي. د اوس لپاره مرستیال ولسمشر به نن شپه (سویس ته) سفر ونه کړي".
په دې اعلامیه کې راغلي چې امریکا "په ډېرې لېوالتیا سره ژر تر ژره د تخنیکي مذاکراتو پیل ته په تمه ده".
د سویس د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د پاکستان او قطر استازو ته هم په دې خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
دې وزارت ویلي چې دا هېواد د دې خبرو اترو د اسانتیا برابرولو لپاره چمتو دی او په بورګنسټاک (د خبرو اترو ځآی) کې اړوند کارونه روان دي.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې سویس د جمعې په ورځ د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستي هوکړه لیک د لاسلیک د غونډې کوربتوب وکړي. خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا هوکړه لیک د جي۷ ډلې د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته د فرانسې په پاریس کې د ورسای په ماڼۍ کې لاسلیک کړ.
له همدې امله، په سویس کې د دې سند د لاسلیک لپاره پلان شوې مراسم د واشنګټن او تهران ترمنځ د مقدماتي خبرو اترو په غونډه بدله شول.
فورم \ دبحث خونه