د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: که ایران سره هوکړه ونشي 'متفاوت مسیر' به غوره کړو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په مازدیګر (مې ۸) د هرمز تنګي د آزادۍ پروژې په اړه خبریالانو ته وویل، که ایران سره په په ټولو مواردو هوکړه ونشي، واشنګټن به "متفاوت مسیر" غوره کړي.

ولسمشر ترمپ وویل که ایران سره هوکړه ونشي " ښایي د آزادۍ پروژې ته ستانه شو- خو دا به د آزادۍ پلس پروژه وي، په دې معنی چې د آزادۍ پروژه او نور موارد. "

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل ټاکل شوېده چې د ایران له خوا یو لیک ترلاسه کړي. هغه خبریالانو ته وویل : " ټاکل شوېده نن یو لیک ترلاسه کړم. وبه ګورو چې څه کیږي. "

ولسمشر ترمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایران عمدا د چارو بهیر پڅوي وویل:" ډیر ژر به پوه شو. "

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ایټالیا په روم کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، واشنګټن له ایران څخه د ځواب په تمه دی. نوموړي زیاته کړه: " وبه ګورو چې په ځواب کې کوم موارد شامل دي. "

د ایران تسنیم خبري آژانس د جمعې په ورځ د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په قول لیکلي چې د تهران د ځواب په څیړنه بوخت دی.

روبیو تر دې مخکې ویلي وو: " هیله من یو چې دا ځواب، موږ د مذاکرې یوه جدي بهیر ته داخل کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې د امریکایي ځواکونو او د ایران د رژیم د پوځیانو ترمنځ له ډزو وروسته، پر هغو دوو تیل لیږدونکوي بیړیو یې ډزي کړي چې د ایران بیرغونه پرې لګیدلي وو او دواړه له فعالیت څخه لویدلي دي.

سنټکام یا د امریکا مرکزي قومندانۍ ددې کار هدف د ایران بنادرو ته د یادو کښتیو د ورتګ مخنیوی بللی دی.

سنټکام اعلان کړی چې دا دوه تیل لیږدونکي کښتۍ د متحدو ایالتونو د محاصره د نقض په حال کې وې. سنټکام زیاته کړیده یادو کښتیو غوښتل ځان د عمان په خلیج کې د ایران یوه بندر ته ورسوي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپریل په ۱۳ د ایران د بنادرو د محاصرې امر وکړ څو تهران د نفتو له درکه له عوایدو څخه بې برخې کړي او یاد هیواد له متحدو ایالتونو سره په اټومي مذاکراتو کې تر فشار لاندې راولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG