د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو امریکایي شرکت له خوا د عراق په تیلو کې د پانګوني هڅې

د امریکا او عراق حکومتونه وايي چې د شېوران په نوم د تیلو لوی شرکت هوکړه کړې چې د عراق په سویل کې د تیلو د یوي لویې ساحې د پراختیا لپاره ځانګړې خبرې پيل کړي. د تیلو پدې لویې ساحې کې فعالیتونه مخکې د روسي شرکت له لوري پر مخ وړل کیدل.

د امریکا د انرژۍ تولیدوونکي شرکت Chevron هوکړه کړې چې له عراق سره ځانګړې خبرې اترې پيل کړي، څو د عراق په سویل کې یو لوی د تېلو د ساحې د پراختیا چارې پر مخ بوځي. دا سیمه د روسیې د تېلو د هغه شرکت له خوا اداره کېده چې د امریکا له لوري ورباندې بندیزونه لګول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې انځورونه خپاره شوي چې پکې د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوداني ښودل کېږي چې د دوشنبې په ورځ یې په بغداد کې د تړون د لاسلیک مراسمو مشري کوله. په دې مراسمو کې په ترکیه کې د امریکا سفیر تام برک او په بغداد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر جاشوا هریس هم ګډون درلود، خو سمدستي دا روښانه نه ده چې د لاسلیک پر مهال د شیوران د شرکت استازیتوب چا کاوه.

د السوداني دفتر وویل چې دا تړون اجازه ورکوي څو د امریکا له بندیزونو سره مخ روسیې شرکت (Lukoil) په موقت ډول تر هغو چې د عراق حکومت له شیوران سره خبرې بشپړې کوي، د دویم پړاو ملکیت بصره نومي د تېلو شرکت ته ولېږدوي، چې وروسته به د تېلو دغه ساحه امریکايي شرکت ته وسپارل شي.

د شیوران یوه ویاند د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته په استول شوې اعلامیه کې وویل چې دا تړون باید لومړی د عراق د وزیرانو شورا له خوا تایید شي. هغه زیاته کړه چې د تړون “ځینې نور ګامونه” په نورو موافقو پورې تړلي دي، چې پکې د امریکا د مالیي وزارت د بهرنيو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) موافقه هم شامله ده.

ویاند وویل: «شیوران په نړیواله کچه د پلټنې او تولید متنوع پانګه لري او لا هم احتمالي فرصتونه ارزوي.»

متحده ایالتون, د تېر اکتوبر په میاشت کې پر (Lukoil) بندیزونه ولګول، څو پر روسیې فشار راولي چې پر اوکراین خپله تهاجمي جګړه پای ته ورسوي او د مسکو د عوایدو اصلي سرچینه په نښه کړي. دغو بندیزونو د لوک اویل کمپنۍ لپاره دا لا ستونزمنه کړې چې خپل نړیوال فعالیتونه جاري وساتي.

ښاغلي بارک په اېکس ټولنیزې شبکې کې د یوي اعلامیې په ترڅ کې وویل چې د ویسټ قرنه په نوم د عراق د تیلو په ساحې کې د شیوران «ژمنه» چې د هغه په وینا د عراق د تېلو نږدې ۱۲ سلنه تولید برابروي «د عراق پر ثبات او ظرفیت باور په ډاګه کوي.»

هغه لیکلي: «په عراق کې امریکايي پانګونه د ودې لپاره د کارموندنې، د اقتصادي زغم د پیاوړتیا، او د ګډې سوکالۍ راتلونکی پرمختګ په شمول د نویو فرصتونومعنا لري.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG