د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې پولیس وايي د داعش یو غړی یې نیولی


ایمانیول لچمن، د ۲۰۱۶ نوي کال په شپه په نیویارک کې ونیول شو.
ایمانیول لچمن، د ۲۰۱۶ نوي کال په شپه په نیویارک کې ونیول شو.

د نیویارک د هغه اوسیدونکي کورنۍ چې د نوي کال په شپه د اسلامي دولت د ډلې په استاځیتوب د حملې په تور ونیول شو، وايي چې هغه د ډېر پخوا راهیسې په روحي ناروغۍ اخته دی.

فیډرالي چارواکي وايي چې ایمانیول لچمن وروسته له هغه ونیول شو چې یوه جاسوس ته یې وویل غواړي د نیویارک په روچستر سیمه کې پر یوې شرابخانې برید وکړي.

د امریکا د فیډرالي تحقیقاتو اداره یا اف بي آی وايي چې لچمن د اسلامي دولت د ډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره ته بیعت کړی و او غوښتل یې چې د اسلامي دولت د ډلې د خلافت تر چتر لاندې ژوند وکړي.

د لچمن پلار وايي چې زوی یې ژر خطا وزي او ډېر ژر متاثره کیږي، هغه وايي زوی یې اسلام ته هغه وخت واوښت چې په زندان کې و او د غلا په تور په ۵ کاله بند محکوم شوی و.

د روچستر سیمې د نوي کال د اورلوبو پروګرام د لچمن د پلان د افشا کیدو نه وروسته لغوه کړ.

په امریکا کې د وسلو قانون
له امنیت سره تړلې په امریکا یو بل خبر دا دی چې د ټکساس په ایالت کې خلکو د هغه نوي قانون هرکلی کړی دی چې په اساس به یې ددې نه وروسته خلک وکړا شي چې په ښکاره وسلې وګرځوي.

د دې نوي قانون پلویان چې پرون د جمعې په ورځ د ټکساس په آسټن کې تصویب شو، لارو کوڅو ته د خپلو وسلو سره راووتل او د نوي قانون هرکلی یې وکړ.

د امریکا د ۴۰ نه زیات ایالتونه په عامه د وسلو د ګرځولو یو ډول نه یو ډول قانون لري خو د ټکساس ایالت په دې مشهوردی چې خلک په عامه ځایونو او تجارتي سیمو کې هم د وسلو سره ګرځیدلای شي.

هغوی چې د وسلې سره په عامه ګرځیدلو مخالف دي وايي چې ډیر لږ شواهد شته چې دا ثابته کړي چې هغه سیمې چې په کښي خلګ په آزاده د وسلو سره ګرځي نسبتا خوندي سیمې دي.

XS
SM
MD
LG