د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې یو امریکايي خبریاله نیولې


د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د تاتار-باشکر د‌ څانګې اډېټره، السو کورماشیوا
د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د تاتار-باشکر د‌ څانګې اډېټره، السو کورماشیوا

د ازادې اروپا راډیو یا ازادي راډیو د چهارشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶مه) وویل،‌ چې یو روسی الاصله امریکايي خبریاله یې په روسیه کې د بهرني اتباع په توګه د نوم د نه ثبتولو په تور نیول شوې ده.

د ازادې اروپا راډیو / راډیو ازادي راډیو سرپرست مشر، جیفري ګډمین په یو بیان کې وویل، چې د تاتار-باشکر د‌ څانګې اډېټره، السو کورماشیوا "باید‌ ژر تر ژره خوشې شي، ترڅو سمدلاسه خپلې کورنۍ ته راستون شي."

دا په وروستیو میاشتو کې دویم امریکايي خبریال دی، چې د روسیې له خوا نیول کېږي.

د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ، د مارچ په میاشت کې په روسیې کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

د روسیې د امنیت فدرالي ادارې (اف اس بي) د مارچ په ۳۰مه، دغه امریکایی خبریال د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د واشنګټن لپاره د جاسوسۍ په شک ونیوی.

خو دا تورونه د ګرشکویچ او د نوموړی د ادارې (وال سټریټ ژورنال) لخوا رد شوي دي.

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې کورماشیوا د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې اوسیږي، خو نوموړې د می په شلمه نېټه، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره روسیې ته تللې وه.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د راپور له مخې، کورماشیوا په لومړي ځل، د جون په دویمه نېټه په موقت ډول د کازان په هوايي ډګر کې ونیول شو، د هغه امریکايي او روسي پاسپورټونه ضبط شول او همداراز په روسیې کې د خپل امریکايي پاسپورت د نه ثبتولو له امله نغدي جریمه شوه.

د یادې کمیټې په وینا، په داسې حال کې چې کورماشیوا د خپلو پاسپورټونو بیرته ترلاسه کولو ته په تمه وه، چې یو نوی تور پرې ولګیدي. ددغه تور د ثابتیدو په صورت کې به نوموړې تر پنځو کلونو پورې په بند محکومه شي.

د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې چارواکي وايي، کورماشیوا د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه معلومات راټولول،‌کوم چې ددغو چارواکو په وینا، کېدای شي د روسیې د امنیت پر ضد وکارول شي.

بلخوا د اروپا او منځنۍ اسیا د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د پروګرامونو همغږي کوونکې، ګلنوزا سعید وویل، چې روسي چارواکي باید کورماشیوا ژر تر ژره خوشې کړي او پر هغه لګول شوي تورونه دې بیرته واخلي.

هغه زیاته کړه: "خبریالي جرم نه دی او د کورماشیوا نیول دا ثابتوي، چې روسیه هوډ لري چې د ازاد او خپلواکو راپورونو مخه ونیسي."

د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو دغه خبریاله ( کورماشیوا) په داسې حال کې نیول شوی، چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له امله د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.

واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې مسکو په دې تورن وي، چې په امریکا کې د نیول شویو روسانو د خوشې کولو لپاره په هغه هېواد (روسیې) کې په خپلسرې توګه امریکایان نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG