د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: زمونږ پر سفارتخانو د هغه څه په خاطر بریدونه وشول چې مونږ هیڅ تړاو نه ورسره درلود


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې امریکا به د خپلو سفارتخانو په ژغورلو کې جدي وي. ښاغلي اوباما دغه څرګندونې پرون په هغو مراسمو کې وکړې چې د څلورو امریکايانو دپاره جوړ شوي وو. دوي روانه اونۍ په لیبیا کې د مظاهرو پر حال ووژل شول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن، د ولسمشر مرستیال جو بایډن او د دفاع وزیر لیان پنیتا په هغو مراسمو کې ګډون کړی و چې په لیبیا کې د امریکا د سفیر کریسټوفر سټیونس او درو نورو امریکایانو دپاره جوړ شوي وو. د دغو څلور امریکایانو مړي یوه نظامي مرکز ته چې واشنګټن ته نږدې موقعیت لري را انتقال شول.

ولسمشر اوباما وویل چې نن سباح د امریکا دپاره ستونزمې ورځې دي خو امریکا به هیڅکله د نړۍ او نورو د آزادۍ دپاره خپلې هلې ځلې و نه دروي.

ولسمشر اوباما داسي وویل: ،،امریکا یو ملګری هیواد دی. مونږ نه یواځي د خپل هیواد په غم کې یوو، نه یواځي خپل د ګټو په فکر کې یوو بلکې د نورو هیوادونو او د نورو د ګټو په فکر کې هم یوو. که چیري د بې اعتمادۍ او شک آوازونه هیوادونه او کلتورونه سره بیل هم کړي د امریکا متحده ایالات به د نړۍ څخه هیڅکله مخ وا نه ړوي.،،


څلور امریکایان روانه اونۍ د لیبیا د بنغازي په ښار کې وروسته له هغه نه ووژل شول چې قهرجنو مظاهره کونکو د امریکا د قونسلګری مربوط یوې ودانۍ باندي برید وکړ. دغه مظاهره کونکي پر هغه فلیم باندي په غوصه وو چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په هکله جوړ شوی دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې وژل شویو امریکایانو ته د درناوي د مراتبو د وړاندي کولو په لړ کې وویل چې د امریکا د ډیپلوماتیکو مرکزونو پرضد تشدد په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.

هغې داسی وویل: ،،مونږ په بنغازي کې پر خپلې قونسلګرۍ باندي حمله ولېده چې په کښي دغو زړوړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو سفارتونو پرضد د یوې داسي خرابې ویډیو په خاطر تشدد ولیدی چې مونږ هیڅ تړاو نه ورسره درلودی.،،

امریکایي چارواکي اوس پلټنې کوي چې د بنغازي په برید کې خو به د امریکا دښمنانو لاس نه درلودی چې د مظاهرو نه یې ګټه پورته کړې وي. د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر چې د برید په وخت په سفر بوخت وو، د سفر د بشپړولو پرته امریکا ته راستون شو چې ددغو پلټونو مشري وکړي.
XS
SM
MD
LG