د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس د استعفی وروسته د لومړي ځل لپاره کانګرس کې حاضر شو


آرشیف
آرشیف
د آمریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني ریْس ډیویډ پیټریس د جمعې په ورځ د امریکا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د استخباراتو جرګه ګۍ ته په یوه استماعیه غونډه کې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د بنغارزي د برید په هکله معلومات ورکړل. د امریکا غږ د کانګرس د برخې خبریاله سېنډې سین وايي چې د ګانګرس دواړو خواوو ته خبریالان د کمرو سره ولاړ وو، خو په دې ونه توانېدل چې پیټریس فلمبرداري کړي. هغه یوه اونۍ مخکي د یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو د لرلو په خاطر استعفی ورکړه.

د روان کال د سپتمبر په یوولسمه نېټه په بنغازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید وشو او په کښي د امریکا د سفیر کریس سټیون په ګډون ۴ آمریکایان ووژل شول. د دغه راز بریدونو په مقابل کې حکومت د تدابیرو او ځواب مسله اوس د هغه جګړې مرکزي برخه ده چې د ولسمشر اوباما او د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ روانه ده.

د ولسي جرګې غړی پیټرس ګینګ وايي چې د ولسمشر اوباما حکومت د بنغازي پېښه په بل ډول مطرح کړې وه او په کښي یې د القاعدې دخالت له مینځه وړی وو.،، تر هغه چې د جنرال پیټریس د استماعیې غونډې مسله مطرح ده، هغه د پیل نه مونږ ته ویلي وو چې دا تروریستي عمل و یا تروریستان په کښي دخیل وو. ما هغه ته د پوښتنو په ترڅ کې وویل چې مونږ ته کیسه په بل ډول شوې وه او ویل شوي وو چې دا برید د ناڅاپه مظاهرو په لړ کې رامنځ ته شوی دی.،،

د بنغازي د برید وروسته د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی ای د پېښې د لامل په هکله ځیني نا تایید شوي وړاندیزونه وکړل. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزن رایس د برید څو ورځې وروسته د همدغو وړاندیزونو څخه په خپلې یوې تلویزوني مرکې کې کار واخیستی. هغې وویل چې دغه برید د اسلام پرضد د یوې وېډیو له کبله د رامنځ ته شویو مظاهرو په لړ کې رامنځ ته شوی دی.

غیر رسمي ریپوټونه وايي چې میرمن رایس به په راتلونکې کابېنه کې د امریکا د باندنیو چارو وزیره وي ځکه کلینټن غواړي چې خپله دنده د څو میاشتو په لړ کې پرېږدي. خو د هغې مخالفین چې د اریزونا سناتور جان مکېن هم په کښي شامل دی، په واري واري یې د بنغازي مسلې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې پر رایس دي اعتماد نه کېږي. ،،ګورو به چې څه رامنځ ته کېږي خو مونږ به هر هغه څه وکړو چې لازم دي چې په کانګرس کې د میرمن رایس د تاییدی مخنیوی وکړو.،،

ولسمشر اوباما د کانګرس د ځینو غړو دغه راز دریځ ته په غوسې سره غبرګون څرګند کړ ،،که سناتور مکېن او نور غواړي چې د کوم چا سره مخالفت وکړي، نو زما سره دې وکړي ، خو دا توهین آمیزه خبره ده چې د ملګرو ملتونو په سفیرې پسي راواخیستل شي چا چې د دې برید سره هیڅ تړاو نه درلودی او د هغې شهرت ته صدمه ورسول شي.،،

په ګانګرس کې ډیموکراتو ښځینه استاځې سره راغونډې شوې او پر میرمن رایس باندي یې بریدونه غیرمناسب او د جنس پر بنا وبلل. د کانګرس غړې ګاوېن مور وايي چې هغه دا حسوي چې د مخالف ګوند ځیني غړي په دې خاطر چې د ولسمشرۍ انتخابات یې بایلول مایوسه دي. ،،په دې خاطر چې دوي په اوباما باندي څه ونشو کړای او اوس یوه ښځه په نښه کوي ، دا به مونږ میرمنې و نه ځغموو . د دوي کمزوري او بې مسولیته شایعات د دوي د مقامونو استاځیتوب نه کوي.،،

د یادونې وړ ده چې د کانګرس غړي وايي چې د بنغازي د برید په هکله به نورې استماعیه غونډې هم کېږي او دا په دې معنی ده چې د ګوندونو ترمنځ به جګړې روانې وي چې دا معلومه کړي چې د حکومت کوم لوړ پوړي چارواکي د دې برید د څرنګوالي په هکله خبر وو او څه وخت خبر شول.
XS
SM
MD
LG