د لاس رسي وړ اتصالات

هغه امریکايی مړ شو چې د خنزیر زړه ورته پیوند شوی و


د مریلنډ په پوهنتون کې د جنورۍ په اوومه انسان ته د خنزیر د زړه د پیوند کولو عملیات
د مریلنډ په پوهنتون کې د جنورۍ په اوومه انسان ته د خنزیر د زړه د پیوند کولو عملیات

په امریکا کې هغه ۵۷ کلن سړی مړ شوی چې د خنزیر زړه یې په بدن کې پیوند شوی و. دغه ۵۷ کلن امریکايی ډیویډ بنیت نومېده چې د مریلنډ په ایالتي‌ روغتون کې یې ساه ورکړه.

د دغه پوهنتون د طب څانګې نن چهارشنبه مارچ نهمه (کب۱۸) په یوې اعلامیې کې وویل چې څو ورځې مخکې د ښاغلي بنیت وضعیت خراب شو.

د نوموړي زوی د روغتونو له ډاکټرانو مننه وکړه او وویل چې هغوی تر وسې حده هڅه وکړه چې پلار یې ژوندی پاتې شي.

ډاکټران له څو لسیزو راهېسې هلې ځلې کوي چې یوه داسې ورځ هم راشي‌ چې د حیواناتو د بدن غړي د انسانانو له بدن سره پیوند کړي او ښه نتیجه ورکړي.

د ښاغلي بنیت زړه له کاره لویدلی او مرګ یې حتمي بلل کېده، هغه په خپله خوښه راضي‌ شوی و چې د خنزیر زړه ورته پیوند شي.

د هغه کورنۍ وايي چې نوموړی د جنورۍ په اوومه عملیات شو او په دې پوهېده چې ښايي د خنزیر زړه ورته کار ورنکړي.

تر دې مخکې هم د انسان د بدن سره د حیواناتو د بدن غړي پیوند شوي وو خو بریالي نه وو. ډاکټران وايي د دغه خنزیر په جینیټکي سیستم باندې له مخکې کار پيل شوی و چې د بدن غړي یې د انسان له بدن سره جوړ راشي.

په لومړي سر کې د خنزیر زړه د ښاغلي بنیت په سینه کې ښه درزیده، تېره میاشت د مریلنډ پوهنتون د هغه یوه ویدیو هم خپره کړې وه چې د فوټبال سیالي‌یې لیدله.

ډاکټران په دې باور دي‌چې د ښاغلي بنیت مړینه باید د دې لامل نشي‌ چې د حیواناتو له بدن څخه د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG