د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ښایي افعانستان ته نور ۴۰۰۰ عسکر وليږي


د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه په دې هکله پریکړه نه ده شوې
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه په دې هکله پریکړه نه ده شوې

د سپینې ماڼۍ یو مقام د پنجشنبې په ورځ د خپل نوم په نه ښودلو سره د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل د امریکا د دفاع وزارت به ۴٠٠٠ تازه سرتیري د مشورو او زده کړو د ماموریت لپاره افغانستان ته واستوي، خو د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند جیف دي وِس، وویل چې په دې هکله لا وروستی تصمیم نه دی نیول شوی.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې په هر ډول چې وي متحده ایالات او ناټو باید په افغانستان کې جگړه پای ته ورسوي.

ښاغلي وزیري وویل "په افغانستان کې جگړه د تروریزم پر ضد ده او د امریکا متحده ایالات او د ناټو غړي هیوادونه په هر ډول چې پوهیږي دغه جنگ باید پای ته ورسوي او ددې تر څنگ د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالات هره پریکړه چې کوي د افغانستان د دفاع وزارت یې ملاتړ کوي".

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې ددې تر څنگ د افغانستان د وسله والو ځواکونو د تقویې لپاره باید زیاته هڅه وشي چې "په راتلونکې کې په مشتقله توگه دفاع وکړای شي".

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب، په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د زیاتوالي په اړه د امریکایي مقاماتو تصمیم ستایلی دی او ښاغلي محب د افغانستان د سفارت نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه تصمیم به افغان زړور سرتیري د داعش او طالبانو سره په جگړه کې لازمې مرستې وکړي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د وژونکو بریدونو او په دې هیواد کې د امریکایي او ناټو قواو د تلفاتو وروسته دې هیواد ته د نورو امریکایي قواو په استولو باندې ټینگار کیږي.

ددې سره سره د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، د متڅده ایالاتو په کانگرس کې د استماعیه غونډې په ترڅ کې د سرتیرو د شمیر په هکله چې افغانستان به واستول شي څه ونه ویل، خو هغه وویل چې په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد هڅې داعش او طالبان کمزوري کوي او هغوی ته د ماتې ورکولو لپاره باید د امریکایي ځواکونو د صلاحیت او حمایت په برخه کې اړتیاوی وارزول شي.

له بلې خوا افغان پوځي کارپوهان په دې باور دي چې که د ۴٠٠٠ نورو امریکایي سرتیرو د استولو لپاره تصمیم ونیول شي دغه شمیره کمه ده او نه شي کولای چې د افغانستان په جگړه کې موثر واقع شي. دوی د افغانستان ځواکونو په مجهز کولو هم ټینگار کوي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، وايي کچیرې ددغه ۴٠٠٠ سرتیرو استول یواځې د مشورې او زده کړو او د دفاع وزارت په استخباراتي څانگه کې د فعالیت په مقصد وي، کیدای شي موثر واقع شي.

اوس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ١٣٠٠٠ بهرني سرتیري شته چې ٨۴٠٠ یې امریکایان دي.

XS
SM
MD
LG