د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ولې د افغانستان چارې پوځ ته وسپارلې؟


د ټرمپ اداره تراسوه افغانستان کې نه سفیر لري او نه هم د پاکستان او افغانستان لپاره ځانګړی استازی
د ټرمپ اداره تراسوه افغانستان کې نه سفیر لري او نه هم د پاکستان او افغانستان لپاره ځانګړی استازی

جورج بوش او بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د شمیر پریکړې پخپله کولې خو دونالد ټرمپ يې نکوي.

امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د دفاع وزیر جیم مټیس ته ویلي چې افغانستان ته د نویو سرتېرو د استولو پرېکړه پخپله وکړي.

ښاغلی ټرمپ چې له کومې ورځې واک ته رسېدلی لا د افغاستان په اړه یې کومه مشخصه پوځي او سیاسي تګلاره نه ده اعلان کړې، بلکې ډېره تګیه یې پر خپلو پوځي جنرالانو کړې ده.

خو مخکني ولسمشر بارک اوباما او پخواني ولسمشر جورج بش، افغانستان ته د تګلارې په ټاکلو، پوځ په استولو او ان پاکستان او افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګمارلو کې مخامخ ښکیل وو.

ځینې سیاسي شننونکي په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه ډېر معلومات نلري او همدا علت دی چې د پوځيانو د شمیرې پریکړه یې پنټګان ته سپارلی دی.

ولسمشر اوباما افغانستان ته د ځواکونو د استولو پرېکړه په خپله کړې وه او څو وارې افغانستان ته هم تللی و
ولسمشر اوباما افغانستان ته د ځواکونو د استولو پرېکړه په خپله کړې وه او څو وارې افغانستان ته هم تللی و

د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د برخې مشر شیر جان احمدزی وايي ښاغلی ټرمپ په سیاسي او نظامي برخو کې تجربه نلري.

ده وویل "ټرمپ یو سوداګر و، په سیاسي او نظامي برخو کې هېڅ تجربه نلري او هرې معاملې ته د تجارت په سترګه کتل. کله چې د نظامي وسایلو د خرڅلاو موضوع وه، دی په کې مخکښ و، خو کله چې د نظامي ستراتیژي مسئله وي، بیا خپلو جنرالانو ته غوږ نیسي. دی له افغانستان سره هم همداسې برخورد کوي، ځکه نظامي برخه کې د ستراتیژۍ جوړولو تجربه نلري".

ښاغلي احمدزي دا خبره هم وکړه چې د ولسمشر ټرمپ په ذهن کې دا خبره پخه شوې چې افغانستان د امریکا لپاره تر ټولو اوږد جنګ دی "ځکه دی پوهیږي چې دا جګړه وخت غواړي او هغه ورته کوم عاجل نظر نلري او باید یې پوځ ته وسپاري".

په واشنګټن ډي سي کې د ویدرو ویلسین د انستیتوت د جنوبي اسیا د چارو شننونکی میکل کوګلمن په دې باور دی چې باید دا ډول پرېکړې په خپله ولسمشر وکړي.

هغه وايي "جالبه ده چې هغه دا پرېکړه د دفاع وزیر جیمز متیس ته سپارلې ده. هغه به فکر کوي چې متیس په افغانستان کې کار کړی او د افغانستان په اړه به ډېر پوهیږي او باید په مهمو پرېکړو پرې باور وشي".

ښاغلي کوګلمن وویل چې د ولسمشر دا پرېکړه "د ډیموکراسۍ له پلوه ستونزمنه ده ځکه چې هغه د پوځ سر اعلی قومندان دی او باید دا ډول پرېکړې په خپله وکړي".

ښاغلي کوګلمن دا خبره هم وکړه چې ولسمشر ټرمپ تر پخوانیو ولسمشرانو په پوځي جنرالانو او متقاعد قومندانانو ډېر باور کوي او" فکر یي دا دی چې هغوی تر ولسمشر ښه پوهیږي او په ښه موقف کې دي چې د پالیسۍ په اړه پرېکړه وکړه".

جورج ډبیلیو بش لومړنی امریکایي ولسمشر و چې افغانستان ته یې د ځواکونو استولو پرېکړه وکړه
جورج ډبیلیو بش لومړنی امریکایي ولسمشر و چې افغانستان ته یې د ځواکونو استولو پرېکړه وکړه

سیاسي تشې؟

د ولسمشر ټرمپ له راتګ را وروسته امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی او سفیر هم نلري، چې د ځینو په ګمان دا شاید له افغانستان سره د ولسمشر ټرمپ نه دلچسپي وښي.

خو شیر جان احمدزی وايي "ټرمپ فکر کوي چې د ځانګړي استازي ګمارل په افغانستان کې ناکامه تجربه وه. فکر نکوم چې کوم ځانګړی استازی دې بیا وټاکه، خو سفیر به خامخا ټاکي".

امریکا له ۲۰۰۱ کال راهېسې په افغانستان کې دخیله ده او د نړیوال تروریزم سره یې په مبارزې کې په دغه مودې کې څه باندې ۲۳۰۰ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.

پنټګان وايي چې د افغانستان لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې او د بلې میاشتې تر نیمايي به یې د امریکا کانګرس ته وسپاري.

په واشنګټن ډي سي د افغانستان سفیر حمدالله محب د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه ستایلې ده، چې واک یې پوځ ته سپارلی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG