د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پوځ ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو شمیر وټاکې


د امریکا یو چارواکي د سه شنبې په ورځ ( جون ١٣ ) رویټرز ته وویل چې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر جیم میټس ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله فیصله وکړي.

دغه چارواکي چې د رویټرز سره یې د نوم نه څرگندولو په شرط خبرې وکړې، ویلي چې تر اوسه پورې لا فیصله نه ده شوي.

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر ٨۴٠٠ دی خو اوس داسې ښکارې چې دغه شمیر زیات شي.

پینټاگان په دی هکله د تبصرې نه ډډه کړېده.

دغه فیصله د اپریل د میاشتې د فیصلې سره سمون خورې چې په عراق او سورېې کې د امریکایي عسکرو په هکله شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د دفاع وزیر جیم میټس پرون سه شنبه ( جون ١٣ ) کانگرس خبردارې ورکړ چې امریکا د افغانستان په جگړې کې کامیابه نه دی. هغه وویل چې د ١٥ کلونو د جنگ نه وروسته هم یې طالبانو ته ماتې نه ده ورکړې.

ښاغلي میټس وویل "مونږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه یو او هر څومره ژر چې کېږي باید دا وضعیت سم شي.".

څلور میاشتې تیرې شوې چې په افغانستان کې د امریکایي او د نړیوالو قواوو قوماندان جنرال جان نیکولسن د امریکا د حکومت نه غوښتې و چې یو څو زرو نورو عسکرو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG