د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ دا منلې چې په افریقا کې استخباراتي عملیات کوي


د امریکا پوځ دا منلې ده چې په افریقا کې پراخ استخباراتي عملیات کوي خو دا یې نه ده تایید کړې چې په دې وچه کې یې د تروریستي ډلو د څار لپاره د هوايي ځوکونو کوچني مرکزونه جوړ کړي دي.

په یوې بیانیې کې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د امریکا پوځ د افریقايي هېوادونو د متحدینو سره په دوامداره توګه ګډ کار کوي چې د هغو ګواښونو پرضد چې د سیمې او افریقا امنیت ته خطر پېښوي، اقدام وکړي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې دوي په افریقا کې د خپل استخباراتي امکاناتو نه د مشترکو ګواښونو پر وړاندې استفاده کوي.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ ریپوت خپور کړ چې د امریکا پوځ د بورکینا فاسو، یوګاندا، ایتي يوپیا، ډیبوتي، کینیا او سیاچیلس په هېوادونه کې په لسګونو د هوايي ځواکونو مرکزونه لري چې استخباراتي عملیات ترسره کوي.

په ورځپاڼه کې راغلي دي چې د استخباراتي عملیاتو تمرکز په سومالیا، یمن او د افریقا د ساحل په سیمه کې د القاعدې سره تړلې ترهګریزې ډللي او په مرکزي افریقا کې د یاغیانو ډله ده.

امریکايي مامورینو پخوا څو ځلي د سیمه ایز ثبات او امنیت لپاره د موجودو ګواښونه خبرداری وکړی دی چې د نایحریا د بوکو حرام په شان ډلې یې رامنځ ته کولای شي.

XS
SM
MD
LG