د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق او سوریې کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه وویشتل


عکس ارشیف: د امریکا بي ۵۲ ډوله الوتکه
عکس ارشیف: د امریکا بي ۵۲ ډوله الوتکه

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ جمعه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) ویلي چې امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مرکزونه ویشتلي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په عراق او سوریې کې د ایران د سپاه پاسدان او ایراني پلوو ملیشو په مرکزونو د امریکایي ځواکونو د بریدونو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، "امریکایي ځواکونو نن له غرمې وروسته زما په لارښوونې، په عراق او سوریې کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو او ورسره تړلو ملیشو تاسیسات ویشتلي چې د امریکایي ځوکونو پر ضد برید کولو لپاره کارول کیدل".

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له قوله ویل شوي، "زمونږ ځواب نن پیل شو او زمونږ د خوښې په وخت او ځای کې به ادامه ولري".

جمهور رئیس بایډن پدې اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالات په منځني ختیځ او نورې نړۍ کې جګړه نه غواړي خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی، "ټول هغه کسان چې مونږ ته زیان رسول غواړي پوه دې شي چې که تاسو امریکایانو ته زیان ورسوئ، مونږ به ځواب وایو".

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې په عراق او سوریه کې یې تر ۸۵ ډیر اهداف ویشتي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې لا څه ندي ویل شوي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې د ۱۲۵ څخه ډیر مهمات کارول شي.

مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د ایراني ځواکونو او هغو ملیشو چې ایران یې تر شا ولاړ دی د سوق ادارې او استخباراتو مرکزونه او د راکټونو، توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو ډیپوګانې په نښه شویدي چې په امریکایي ځواکونو د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیوډ آسټن د دې بریدونو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې امریکایي ځواکونو د جمهور رئیس جو بایډن په امر په عراق او سوریې کې په اوو مرکزونو هوایي بریدونه کړي چې تر ۸۵ ډیر اهداف پکې په نښه شوي و.

ښاغلي آسټن ویلي دا هغه تاسیسات و چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو او ایردني پلوو ملیشو ترې په امریکایي ځواکونو د برید کولو لپاره کار اخیسته.

د امریکا دې جګپوړي نظامي چارواکي په اعلامیې کې همدارنګه ویلي، " دا زمونږ د ځواب ویلو پیل دی". لیوډ آسټن ویلي چې جمهور رئیس د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او ایراني پلوو ملیشو مسؤل بلل کیدو لپاره د اضافي اقداماتو امر کړی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د بریدونو څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې دا هوایی بریدونه تقریباً ۳۰ دقیقې روان و. ښاغلي کربي وویل چې د امریکا بم غورځونکو الوتکو، بي -۱ پدې عملیاتو کې برخ اخیستې وه او د دې عملیاتو لپاره یې د امریکا څخه پروازونه کړي و.

د امریکا دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې د دفاع وزارت پدې هوایي بریدونو کې د زیان په هکله معلومات راټولوي. هغه وویل چې بریدونه بریالي و او ښایي نور به هم وشي.

لا معلومه نده چې آیا امریکایي ځواکونه به په ایران کې دننه هم بریدونه وکړي او که نه خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس تیره اوونۍ ویلي و چې په اردن کې د خپلو سرتیرو وژل کیدو او ټپي کیدو ته د ځواب ویلو پریکړه یې کړې خو ددې پریکړې جزیات یې ندي ورکړي.

امریکا دا بریدونه تیره اوونۍ په اردن کې د خپلو دریو سرتیرو وژل کیدو او څه باندې ۴۰ نور ټپي کیدو په ځواب کې کړي. په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامې ډلې ادعا کړې وه چې دا بریدونه دوي کړي خو متحده ایالاتو بیا ویلي و چې دا بریدونه داسې نښې نښانې لري چې د کتایب حزب الله ډلې به کړي وې.

په عین حال کې د سوریې په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې د "متحده ایالاتو ګڼ شمیر تیریو" کې چې د عراق او سوریې په سرحدي سیمو کې شوي، مرګ ژوبله لري خو جزیات یې ندي ورکړي.

ها خوا بیا د عراق د حکومت یوې امنیتي سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د دې هیواد په لویدیځ کې په ایراني پلوو ملیشو بریدونه شوي. دې سرچینې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې بریدونه د سوریې – عراق په سرحدي سیمو کې شویدي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي بیا ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې برید د القاسم په سیمې کې د وسلو یوې وړې ډیپو باندې شوی.

پدې بریدونو کې تر دې دمه د ۱۸ وسله والو وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG