د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سومالیې کې د الشباب مرکزونه بمبارد کړي


د متحده ایالاتو پوځ وایي په سومالیې کې د حکومت په ملاتړ یې د الشباب د وسله والې ډلې په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي او ګڼ شمیر وسله وال یې وژلي دي.

د افریقا لپاره د امریکا د پوځ قوماندانۍ شنبه نومبر ۵ (لړم ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا هوایي بریدونه د سومالیې د ملي پوځ په غوښتنې د دې هیواد د چادال په سیمې کې شویدي چې د پایتخت موګادیشو څخه ۲۲۰ کیلو مټره لیرې شمال خوا ته پرته ده.

د پوځ په اعلامیې دا ندي ویل شوي چې پدې برید کې څومره د الشباب وسله وال وژلي شوي او یا ټپي شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د الشباب وسله والو د همدې ځای څخه د سومالیې په نظامي ځواکونو حملې کولې. د متحده ایالاتو پوځ همدارنګه ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په هوایي بریدونو کې عامو خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.

متحده ایالاتو پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیې کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیې څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

د امریکا پوځ پداسې حال کې ددې هوایي بریدونو خبر ورکوي چې د شنبې په ورځ د موګادیشو په جنوب کې یو نظامي کمپ سره نږدې ځانمرګی برید وشو.

د الشباب وسله والې ډلې ادعا کړې چې برید دوي کړی او د ۱۰۰ سرتیرو د وژلو ادعا یې کړیده خو ځایي مطبوعاتو بیا ویلي چې په برید کې یوازې ۱۵ تنه وژل شوي او معلومه نده چې عام خلک به وي که نظامیان.

په سومالیې کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵ سوو په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیې کې د ۵ نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

XS
SM
MD
LG