د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ لوړپوړی سلاکار میلر وايي ګرینلنډ باید د امریکا برخه شي


 د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سټیفن میلر او د ګرینلنډ نقشه
د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سټیفن میلر او د ګرینلنډ نقشه

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سټیفن میلر د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې ګرینلنډ دې د متحده ایالتونو برخه وګرځي چې له دې سره پر ډنمارک باندې، چې د نړۍ پر تر ټولو لوی ټاپو (ګرینلنډ) باندې د حاکمیت دعوه لري، فشار لا زیاتیږي.

میلر، چې د پالیسۍ په برخه کې د ټرمپ د دفتر مشر مرستیال او د امریکا د کورني امنیت سلاکار دی، د دوشنبې په شپه خبري شبکې سي ان ان ته وویل چې د شمالي قطب سیمې د نیولو لپاره به د امریکا پوځي مداخله اړینه نه وي، ځکه «هیڅوک به د ګرینلنډ لپاره له متحده ایالاتو سره په پوځي ډول جګړه ونه کړي.»

ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اېرفورس ون د ولسمشر په الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د ملي امنیت لپاره پر ګرینلنډ کنټرول ته اړتیا لري، ځکه د امریکا سیالانو روسیې او چین د خپلو بېړیو په وسیله دغه ټاپو له هر لوري پوښلی دی.

میلر وویل: "غواړم دا روښانه کړم چې دا د دې ادارې له پیل راهیسې، او رښتیا ووايو د ټرمپ د تېرې ادارې له وخته هم، د امریکا د حکومت رسمي دریځ دی چې ګرینلنډ باید د متحده ایالتونو برخه واوسي. ولسمشر په دې اړه ډېر روښانه دریځ لري. دا د امریکا د حکومت رسمي موقف دی.»

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېټه فریدریکسن د دوشنبې په ورځ خبري شبکې ته وویل:

«ما په ډېر وضاحت سره ویلي چې د ډنمارک پاچاهي څه دریځ لري، او ګرینلنډ څو ځله ویلي چې نه غواړي د متحده ایالتونو برخه شي. له بده مرغه، زما په اند د امریکا ولسمشر باید جدي وګڼل شي کله چې وايي هغه ګرینلنډ غواړي.»

میلر د دوشنبې په ورځ وویل: «دا به د ګرینلنډ پر ضد پوځي اقدام نه وي. ګرینلنډ یوازې د ۳۰ زرو کسانو نفوس لري. اصلي پوښتنه دا ده چې ډنمارک په کوم حق پر ګرینلنډ کنټرول ټینګوي؟»

میلر زیاته کړه: «متحده ایالتونه د ناټو ځواک دی، څو د امریکا له خوا شمال قطب سیمه خوندي شي، او د ناټو او د ناټو د ګټو ساتنه او دفاع وشي. ... نو دا هغه خبرې دي چې موږ به یې د یوه هېواد په توګه وکړو. دا هغه بهیر دی چې موږ به یې د ملتونو د یوې ټولنې په توګه مخ ته یوسو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG