د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په مصر، اردن او لبنان کې د اخوان المسلمین څانګې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نومولې


د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ترهګرو سازمانونو په توګه د اخوان المسلمین د دریو څانګو د نومولو لپاره اقدام کړی. دا کار وروسته له هغې ترسره کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اونۍ مخکې ویلي وو چې دا ډول اقدام "زموږ د ملي امنیت په ساتنه کې یو حیاتي ګام دی".

ولسمشر ټرمپ تېر کال په نومبر کې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه شوې وه چې د نړیوال اسلامي خوځښت (اخوان المسلمین) ځینې څانګې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو او د ځانګړیو نومول شویو نړیوالو ترهګرو په توګه ونوموي.

د واشنګتن دا تازه اقدام د سه شنبې په ورځ (د جنوري ۱۳) د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، له لوري اعلان شو.

روبیو په یوې اعلامیې کې وویل: "نن، د ولسمشر ټرمپ د هغې ژمنې د ملاتړ په لومړي ګام کې چې د اخوان المسلمین د هغو څانګو د وړتیاو او عملیاتو د له منځه وړلو په موخه چې متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښوي، لکه څنګه چې په ۱۴۳۶۲ اجرایوي فرمان کې تشریح شوي، متحده ایالتونه د اخوان المسلمین د لبنان، اردن او مصر څانګې ترهګرې اعلانوي."

د اعلامیې له مخې، د لبنان اخوان المسلمین د بهرنۍ ترهګرې ډلې او د ځانګړي نومول شوي نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه، او د دې ډلې مشر، محمد فوزي تقوش، د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه نومول شوي دي.

د اعلامیې په اساس، د مالیې وزارت د مصر اخوان المسلمین او د اردن اخوان المسلمین د حماس لپاره د مادي ملاتړ د چمتو کولو له امله د ځانګړي نومول شوي نړیوالو ترهګرو ډلو په توګه نومولي دي.

د مارکو روبیو په وینا: "دا ټاکنې د یوې روانې او دوامدارې هڅې د لومړنیو اقداماتو څرګندونه کوي چې د اخوان المسلمین د څانګو تاوتریخوالی او بې ثباتي هرچېرته چې وي، شنډ کړي.

متحده ایالتونه به له ټولو شته وسیلو څخه کار واخلي چې د اخوان المسلمین څانګې له هغو سرچینو څخه بې برخې کړي چې د ترهګرۍ د ترسره کولو یا د ترهګرۍ څخه د ملاتړ لپاره ورڅخه ګټه اخلي."

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر هم د سه‌ شنبې په ورځ په دې درې څانګو او محمد فوزي، چې د لبنان د ډلې مشر دی، اقتصادي بندیزونه ولګول.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت په وینا، د اخوان المسلمین څانګې "ځانونه قانوني مدني سازمانونه ښيي، په داسې حال کې چې د پردې تر شا، دوی په ښکاره او په لېوالتیا سره د حماس په څېر ترهګرو ډلو ملاتړ کوي."

د مالیې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال، جان کې هرلي، د سه ‌شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل: "اخوان المسلمین د حماس په څېر ترهګرو ډلو ته الهام، روزنه او مالي ملاتړ ورکړی، چې د امریکا د خلکو او زموږ د متحدینو خوندیتوب او امنیت ته مستقیم ګواښ دی."

جان هرلي زیاته کړې: "د دوی د سوله ایزې عامه څېرې سره سره، د مصر او اردن د اخوان المسلمین څانګو د حماس د ترهګرۍ د ملاتړ او د خپلو ملي حکومتونو د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره کار کړی. دا حکومت به د خپل واک له ټولو وسیلو څخه کار واخلي چې دوی د هغه تاوتریخوالي لپاره چې د خپل اسلام د افراطي بڼې په لټه کې په منځني ختیځ او نړۍ کې هڅولی، حساب ورکړي."

د مالیې وزارت زیاته کړې چې د نومول شویو یا بندیز لګول شویو کسانو ټول ملکیتونه چې په متحده ایالتونو کې دي یا د متحده ایالتونو د اتباعو په واک یا کنټرول کې دي، ضبط دي او باید د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ته راپور ورکړل شي.

په اعلامیې کې راغلي، هغه نهادونه چې د یو یا څو بندیز لګول شویو کسانو لخوا، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول، په انفرادي یا مجموعي ډول، ۵۰ سلنه یا له ۵۰سلنې څخه ډېره ونډه په کې لري، هم بند دي.

ولسمشر ټرمپ د تېر نومبر په ۲۴ په خپل اجرایوي فرمان کې د مهاجرت او تابعیت قانون او د نړیوالو بېړنیو اقتصادي واکونو قانون په رڼا کې، په اسرائیلي ځواکونو د راکټي بریدونو په ګډون چې د حماس ترهګرې ډلې لخوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل له یرغل وروسته پیل شول، په ټول منځني ختیځ کې د اخوان المسلمین د تاوتریخوالي یادونه کړې وه.

اخوان المسلمین نږدې ۱۰۰ کاله وړاندې په مصر کې رامنځته شو او په ډېرو مسلمانو هېوادونو کې څانګې لري چې ځینې یې لکه حماس د متحدو ایالتونو لخوا د ترهګرو سازمانونو په توګه نومول شوي دي.

مصر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات له هغو هېوادونو څخه دي چې له وړاندې اخوان المسلمین یې د ترهګرې ډلې په توګه نومولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG