د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته ځي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې هم د آیساف ځواکونو په چوکاټ کې ماموریت کړی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې هم د آیساف ځواکونو په چوکاټ کې ماموریت کړی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي د ملی امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مکماسټر افغانستان ته لیږي چې د افغانستان او ناټو متحدینو سره پدې وغږیږي چې " مونږ څنګه پرمختګ کولی شو."

ښاغلي ټرمپ دغه اعلان په سپینې ماڼۍ کې د ناټو د عمومي منشي ینز سټولټنبرګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړ.

جمهور رئیس ټرمپ دا ونه ویل چې د ملي امنیت سلاکار به څه وخت افغانستان ته ځي او نه یې هم پدې هکله نور جزیات ورکړل خو د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي مطبوعاتو ته ویلي چې د " ټرمپ حکومت په افغانستان کې خپل پلانونه د سره ارزوي"

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي دا هم ونه ویل چې د افغانستان په هکله د امریکا د پلانونو ارزونه به څه وخت بشپړه شي خو دومره یې ویلي دي چې ټوله پریکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لاس کې ده.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نکلسن د فبروري په میاشت کې د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې ویلي و چې د افغانستان جګړه د "بندون" په حالت کې ده او د دې حالت د بدلون لپاره زرګونو عسکرو ته اړتیا لري.

سپینه ماڼۍ وایي چې د ملي امنیت سلاکار به د جنرال نکلسن او د ناټو د متحدینو سره سلامشورې وکړي.

په همدې حال کې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د یو ایس ټوډی ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به تر 2020 میلادي کاله پورې وکړي شي چې "تر ډیره حده د ناټو د ځواکونو د مرستې پرته د طالبانو په خلاف جګړه وکړي. "

ښاغلي محب ویلي دي تر هغه وخته چې "په پاکستان کې د طالبانو د پټیدو د مرکزونو او هلته د هغوي د پیسو د راټولو مخه نه وي نیول شوي، په افغانستان کې جګړه نه ختمیږي."

د افغانستان سفیر هیله وښوده چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت به دا مسله "جدي وګڼي او د افغانستان په هکله د خپلې پالیسۍ د ارزیابۍ برخه به یې وګڼي."

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا اته نیم زره عسکر لري چې د ناټو د تقریباً پنځو زرو عسکرو سره د افغانستان امنیتي ځواکونو ته روزنې او سلا مشورې ورکوي او همکاري ورسره کوي.

امریکایي ځواکونه همدارنګه د " ترویزم ضد" عملیات هم کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG