د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په فوټبال فدراسیون د جنسي توپیر تور


د ٢٠١٩ د مارچ ٢ - د امریکا د ښځو ملي ټیم د انگلستان سره له لوبې دمخه
د ٢٠١٩ د مارچ ٢ - د امریکا د ښځو ملي ټیم د انگلستان سره له لوبې دمخه

د امریکا د فوټبال په لسگونو ښځینه لوبغاړو د امریکا د فوټبال ملي فدراسیون په جنسي توپیر تورن کړی او ددغه بنسټ په وړاندې یې په محکمه کې دعوا کړې ده.

دغه لوبغاړې ادعا لري چې د امریکا د فوټبال فدراسیون د نارینه و په پرتله ښځینه لوبغاړو ته لږ حقوق ورکوي.

همداشان دوی ادعا کړې ده چې ښځینه لوبغاړې د ورزشي تمرینونو، سفر او د لوبو د شرایطو لپاره یو شان فرصتونو ته لاس رسی نلري.

د امریکا د فوټبال په فدراسیون د جنسي توپیر تورونه پداسې حال کې لگول کیږي چې د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم په نړیواله کچه ډیرې لاسته راوړنې لري.

د امریکا د ښځو د فوټبال ملي ټیم درې ځلې د نړۍ اتل شوی دی او څلور ځلې یې د نړیوال المپیک په لوبو کې د سرو زرو مدالونه گټلي دي.

XS
SM
MD
LG