د لاس رسي وړ اتصالات

لوید آستن د امریکا د دفاع نوی وزیر شو


لوید آستن متقاعد جنرال دی
لوید آستن متقاعد جنرال دی

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا لوید آستن د امریکا د دفاع د وزیر په توګه ومانه.

ښاغلي آستن په سنا کې ۹۲موافقې او دوې مخالفې رایې واخیستې.

ولسمشر بایډن هیله لري چې نوی دفاع وزیر به یې په پنټګان کې ثبات راولي. د ښاغلي‌ ټرمپ‌ په وخت کې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست له لوري اداره کېده.

لوید آستن یو متقاعده جنرال دی او د «وست پاینټ» له پوهنتون څخه فارغ شوی دی چې ۴۱کاله کاري تجربه لري.

نوموړي پنټګان ته تر ورتګ مخکې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې خوشحال دی د امریکا د دفاع د لومړي‌ تورپوستي وزیر په توګه دنده پیلوي.

دا د ښاغلي بایډن د کابینې دویم وزیر دی چې له سنا څخه د باور رایه ترلاسه کوي. تر دې مخکې د امریکا سنا ارویل هاینس د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې د مشرې په توګه ومنله.

په پام کې ده چې د جوبایډن د ملي امنیت کاندیدان هم ژر د رایې اخیستو لپاره کانګرس ته معرفي شي. په دوی کې انتوني بلنکن به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند دی.

ښاغلي آستن په ۲۰۱۶کې تقاعد کړی و، دا چې هغه له خپل تقاعده څخه اوه کاله وروسته د امریکا د دفاع د وزیر په توګه دنده پیلوي، یو لړ حقوقي مسایل وو چې باید حل شوي واي، دا مسائل کانګرس ته وړاندې شوي و او هغوی تائید او حل کړل.

لوید آستن د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی درستیز د مرستیال او د مرکزي قوماندې د قومندان په توګه دندې تر سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG