د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د شمالي کوریا د توغندی د اعلان ځواب ورکړی دی


امریکا د شمالي کوریا د هغه اعلان جواب ورکړی دی چي ویلي یې دي غواړي د اوږده واټن یو توغوندی وآزمویي. امریکا وا یي چي د شمالي کوریا دا کار به « ډیر پارونکی » وي او د سیمي سوله او امنیت به په خطر کي واچوي، او دا یې هم ویلي دي چي هره هغه آزموینه به چي په کي د بالیستیک توغوندیو د ټیکنالوجۍ نه کار اخیستل کیږي، د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د هغو پریکړو نه مستقیمه سرغړونه وي چي ددې کال په سر کي منظوري سوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا تبصره پرون د شنبې په ورځ وروسته له هغه وکړه چي د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس وویل چي دغه سټالینیسټ هیواد په نظر کي لری ددې میاشتي په آخیر کي د اوږده واټن یو توغوندی وآزمویي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چي د ذروی وسلو او د اوږده واټن د توغوندیو په جوړولو کي د نادرو منابعو نه استفاده کول به شمالي کوریا نوره هم گوښه او خواره کړي.

د جاپان د کیودو خبري آژانس رپوټ ورکوي چي جاپان د شمالي کوریا سره دیپلوماتیکي خبري د هغې ددې اعلان د اوریدلو نه وروسته ځنډولي دي.
XS
SM
MD
LG