د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر شمالي کوریا باندې په کلکه د بندیزونو پلي کیدل غواړي


د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د نړیوالې ټولنې نه غوښتي چې پر شمالي کوریا باندې فشار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مابک پمپیو د جمعې په ورځ (جولای ٢٠) په ملګرو ملتو کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرې او د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتیریس سره تر یوې غونډې وروسته له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د شمالي کوریا بندیزونه په بشپړ ډول تطبیق کړي.

ښاغلي پمپیو وویل امریکا غواړي چې په دغو بندیزونو کې د نرمښت تر راوستلو دمخه، د پیونګیانګ له لورې کوټلي اقدامات وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه وغوښتل چې تر هغه وخت پورې په شمالي کوریا فشار وساتي چې کیم جونګ اون د سنګاپور د سرمشریزې په جریان کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره کړې ژمنې پوره کړي.

ښاغلي پمبیو او په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا له دغو بندیزونو څخه د ډډه کولو هڅه کوي او د هغې کچې څخه زیات د تیلو قاچاق کوي چې د نړیوالو بندیزونو له مخې یې اجازه لري.

آغلې هیلی وویل ځینې هیوادونه غواړي چې دغه بندیزونه مراعات نه کړي او هغه هیواد ته د تیلو له بندیز څخه یې سر غړونه کړې ده.

ښاغلي پمپیو نیویارک ته ددې لپاره سفر کړی و چې د دونالد ټرمپ او کیم جونګ اون له غونډې راهیسې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتو سازمان ته د شمالي کوریا په اړه معلومات ورکړي.

چین او روسیې استدلال کړی چې له امریکا سره د خبرو د پیل کولو په بدل کې باید د شمالي کوریا په بندیزونو کې نرمښت راشي، خو نیکي هیلي په ډاګه له دغه دلیل سره مخالفت څرګند کړ.

روسیې او چین همدا راز د پنجشنبې په ورځ د امریکا هغه غوښتنه د شپږ میاشتو لپاره وځنډوله چې شمالي کوریا ته د اضافي تیلو پر لیږلو بندیزونه لګول یې غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG