د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکا غږ ته: کوریا غیر اټومي کوو


د امریکا جمهور رئیس ډانلدټرمپ وایي د کوریا د ټاپووزمي په وضعیت کې به د پام وړ بدلون راشي
د امریکا جمهور رئیس ډانلدټرمپ وایي د کوریا د ټاپووزمي په وضعیت کې به د پام وړ بدلون راشي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په سینگاپور کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون سره له خبرو وروسته د امریکاغږ د خبریالې گرتا ون سسترن سره په ځانگړې مرکه کې ددغې تاریخې کتنې په اړوند په مختلفو موضوعگانو خبرې وکړې.

جمهور رئیس ټرمپ د شمالي کوریا مشر یو ښه شخصیت لرونکی، هوښیار او د ښه سلوک خاوند شخص وباله او همداشان هغه یې ښه مذاکره کوونکی وگاڼه.

ښاغلي ټرمپ وویل هغه په هپله کتنه کې ٩٠ فیصده وخت د اټومي بې وسلو کولو په موضوع تیر کړ. خو هغوی نورو سترو موضوعگانو لکه بشري حقونو ته چې یوه ستره موضوع ده هم اشاره وکړه.

دونالد ټرمپ پدې هکله چې له دې خبرو وروسته به امریکایي سرتیري په جنوبي کوریا کې پاته شي او که نه وویل (امریکایي سرتیري) پاته کیږي. هغه وویل "مونږ پدې هکله خبرې ونه کړې، مونږ د جنگ له بلوبې چې ډیر زیات لگښت لري وځو."

په هغه سند کې چې د دواړو مشرانو ترمنځ لاس لیک شوی شمالي کوریا ژمنه وکړه چې د کوریا په ټاپو کې به د اتومي وسلو د ختمولو کار پیل کړي. او واشنګټن د کوریا د امنیت تامین کیدو ژمنه وکړه. خو دواړو غاړو د خپلو ژمنو په هکله چې په څه ډول به عملي شي – ډیر کم جزیات ورکړل.

د سند، تر لاسلیک وروسته، جمهور رئیس ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل د امریکا او شمالي کوریا په روابطو کې پرمختګ راځي. ټرمپ وویل خلک به ډیر زیات خوشحاله شي، او دوئ (امریکا او شمالي کوریا) به د نړۍ د یو خطرناکه او لوی جنجال حل رامنځ ته کړي.

کیم جونګ اون وویل دا تاریخي لیدنه وه او تیر په هیر حساب دي او نړۍ به یو لوی بدلون وویني.

دواړو، ټرمپ او کیم د لیدنې په ارتباط د یو بل نه مننې وکړې او ټرمپ خو حتی دا یادونه وکړه چې هغه به په سپینه ماڼۍ کې کیم ته د ورتلو بلنه ورکړي، او د حالاتو په کتو به کیدلی شي پخپله پینګ یونګ ته هم لاړ شي.

سره لدې چې دواړو غاړو د خپلو ژمنو چې په څه ډول به عملي شي – ډیر کم جزیات ورکړل.
سره لدې چې دواړو غاړو د خپلو ژمنو چې په څه ډول به عملي شي – ډیر کم جزیات ورکړل.

تر موافقې لاسلیکولو وروسته، کیم جونګ اون پدې خبرې ټینګار وکړ چې د کوریا په ټاپووزمه کې به اتومي وسلې له منځه وړل کیږي. جمهور رئيس ټرمپ وویل شمالي کوریا باید دا کار کلونه پخوا کړې وی. ټرمپ رسنیو ته وویل نن ورځ د یوې ستوزمنې پروسې پیل دی چې په رڼو سترګو به ولیدل شي. ټرمپ وویل د سولې دپاره هر ډول هڅې تل ارزښتناکه دي په ځانګړې توګه پدې موضوع کې او شمالي کوریا باید دا کار کلونه پخوا کړې وی او دا ستونزه چې نن حل کیږي، باید کلونه مخکې یي حل کړې وی.

جمهور رئیس ټرمپ زرګونو نړیوالو خبریالانو ته په خپل خبري کنفرانس کې وویل دا تاریخ په وار وار ثابته کړې ده چې دښمن اړخونه کیدلی شي ښه دوستان هم جوړ شي. هغه وویل د کیم نه مننه کوي چې د خپل ولس د یوې روښانه راتلونکې دپاره یي لمړنی لوی ګام پورته کړ.

پدې سند کې د دواړو هیوادونو د همکاریو پیلیدو یادونه شوې خو نیټې پکې ندي تعینې شوي
پدې سند کې د دواړو هیوادونو د همکاریو پیلیدو یادونه شوې خو نیټې پکې ندي تعینې شوي

د ښاغلي ټرمپ په باورکیم یو ښه او هوښیار شخصیت دی. ښه طبعیت لري او یو ښه مرکچي دی چې د خپل ولس په استازیتوب مذاکرات کوي.

د ټرمپ په وینا د شمالي کوریا مشر ورته وویل چې پینګ یونګ د خپلو توغندیو جوړولو یو لوی ځای له منځه وړي او دمخه يي د توغندیو د ازموینې یو مهم ځای له منځه وړي. ټرمپ وویل دا ټکی په لاسلیک شوي سند کې ندی ذکر شوی.

کیم جونګ اون د جمهور رئیس ټرمپ سره د سند تر لاسلیک وروسته د سنتوسا له جزیرې د خپل هیواد په لور روان شو او جمهور رئیس ټرمپ په محلي وخت ماښام د واشنګټن په لور ستون شو.

د کوریا جګړه:

شمالي کوریا په ۱۹۱۰ نه تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د جاپان تر حاکمیت لاندې وه، خو جګړې وروسته د یوې موافقې له مخې پخواني شوري شمالي کوریا اشغال کړه او جاپاني عسکر ورته تسلیم شوو.

په عیني وخت کې امریکايي عسکر جنوبي کوریا ته ننوتل – د هماغه وخت (۱۹۵۰لسیزې) وروسته شمالي او جنوبي کوریا سره جلا شول. اوس کیم جونګ پدې هیله دی چې لمړی باید د دواړو کوریاګانو ترمنځ د ۱۹۵۳ کال جګړې وروسته د سولې موافقه د جګړې د عمومي پای ته رسیدو په نوم اعلان شي. ملګري ملتونه دی پری لګیدلي بندیزونه لری کړي، امریکا او نوره نړۍ دی ورسره اقتصادي راکړې ورکړې او دیپلوماتیکې اړیکې پیلې کړي.

XS
SM
MD
LG