پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په متحده ایالاتو کې د تیلو بیې دومره لوړې شوې چې د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا ساری نلري او داسې آوازې ډیرې شوې چې امریکا ممکن د وینزویلا څخه تیل وارد کړي خو سپینې ماڼۍ دوشنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) دا آوازې رد کړلې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پدې هکله په خبري کنفرانس کې وویل، " په اوس وخت کې پدې هکله [د وینزویلا څخه د تیلو واردولو] فعالې خبرې نشته".
متحده ایالات جمهور رئیس نیکولاس مدورو چې کین اړخی نظر لري، د وینزویلا د مشروع مشر په توګه په رسمیت نه پیژني خو په عین وخت کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن غواړي چې په متحده ایالاتو کې د تیلو د بیو له کبله پیدا شوی فشار کم کړي.
دا فشار له یوې خوا د کرونا د وبا او له بلې خوا په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله ډیر شوی چې په نړۍ کې د تیلو یو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی.
د وینزویلا او متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د عادي کیدو د احتمال آوازې وروسته تر هغه ډیرې شوې چې د جنوبي امریکا دوه امریکایي اتباع خوشې کړل او د متحده ایالاتو یو جګپوړي هیت د ښاغلي مدورو سره وکتل.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کال کې وروسته تر هغه په وینزویلا کې خپل سفارتي فعالیت بند کړی چې یو کال وړاندې نیکولاس مدورو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بري ادعا وکړله خو د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو دا انتخابات نامشروع وبلل.
خو د وینزویلا د جمهور رئیس سره د متحده ایالاتو د دې جګپوړي هیت ملاقات ته پدې سترګه کتل کیږي چې ښایي د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې بدلې شي.
د انتخاباتو څخه وروسته د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ۵۰ هیوادونو د نیکولاس مدورو پر ځای د هغه سیاسي مخالف هوان ګوایدو د موقتي جمهور رئیس په توګه په رسمیت وپیژنده او پدې هیواد یې د تیلو په وارداتو د بندیز تر څنګ ګڼ اقتصادي بندیزونه پدې خاطر ولګول چې نیکولاس مدورو له واکه لیرې شي.