د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې د اخته کسانو شمېر تر اوه میلیون واوښت


د کروناویروس تر بل هر هېواډ ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي
د کروناویروس تر بل هر هېواډ ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر ۲۰۳زور واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د شنبې سپتمبر۲۶ (تلې۵) تر سهار پورې په ټولې امریکا کې څه باندې اوه میلیونه خلک (۷۰۳۴۴۳۳) د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دمه په نړۍ کې ۳۲.۵ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي‌ او څه باندې ۹۸۹زره نور مړه شوي‌دي.

امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې کروناویروس په کې ډېر کسان مړه کړي‌ او ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته دي.

په همدې حال کې د فلورېډا ایالت والي ویلي دي چې د کرونا له کبله به ټول بندیزونه ختموي،‌ ژوند او کاروبارونه به بېرته پرانیزي.

له امریکا ورسته هند دی چې څه باندې ۵.۹ میلیون کسان په کې د کرونا په ویروس اخته شوي او شاوخوا ۹۳زره نور مړه شوي دي.

په برازیل کې بیا ۴.۶ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي‌ او شاوخوا ۱۴۰زره نور مړه شوي‌ دي.

په برازیل کې د «کارنیوال ریو دی جینیرو» کلنی رسم او ګذشت هم لغوه شوی دی. تیر کلونه به په میلیونونه کسانو په دغه رسم او ګذشت کې ګډون کاوه.

همداراز د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن د کروناویروس د مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړي‌دي.

په برتیانیا کې د پنجشنبې په ورځ ۶۶۳۴ کسان په دغه ویروس اخته شوي و. په دغه هېواد کې هره ورځ ۲۲زره کسان ځانونه معاینه کوي چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو اعلان وکړ چې د کروناویروس د پېښو په زیاتېدو سره به په ټول هېواد کې بیا عمومي قرنطین اعلانوي.

XS
SM
MD
LG