د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د پاکستاني دپلوماتانو د اجازې پرته په سفر بندیز


د امریکا د بهرنو چارو د وزارت یو لوړپوړي چارواکي په امریکا کې د پاکستاني دپلوماتانو د سفر د محدودولو رپورټ تائید کړیدی.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیال تامس شینن د امریکاغږ ازبک څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې د سفارت په چارو کې دا ډول اقدامات عادي خبره ده.

ښاغلي تامس شینن وویل چې امریکا دغه بندیز د پاکستان د حکومت د پریکړې په عکس العمل کې لگولی دی، د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې په امریکایي دپلوماتانو د اجازې پرته په سفر بندیز لگولی دی.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې یو امریکایي اتاشي په یوې ټرافیکي پیښې کې یو کس چې په موټرسایکل سپور و وواژه او بل یې سخت زخمي کړ. پاکستان وایي چې په پیښه کې د ککړ اتاشي جوزیف ایمانول هال نه به تحقیقات کوي. د امریکا سفارت وایي چې پدی اړه به همکاري وکړي.

ښاغلي تامس وویل چې د دپلوماتانو سفر محدودول یو ډول عادي اقدام دی او دومره مهمه خبره نده.

د امریکاغږ ازبک څانگې د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي شینن وویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان نه همکاري غوښتل مشکله ده خو په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان سره یوځاې کار کول نسبتا اسان کار دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان ته پکار ده، په سیمې کې د ترهگرۍ په اړه د نړیوالو په اندیښنو ځان پوهه کړي.

ښاغلي شینن په افغانستان کې د سولې لپاره د کابل پروسې په اړه خوشبیني څرگنده کړه او وی ویل چې د گاونډي ملکونو ترمنځ دغه ډول روابط به د افغانستان په سولې کې مرسته وکړي

XS
SM
MD
LG