د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال نیکلسن: پر پاکستان فشار زیاتوو


جنرال نیکولسن د افغانستان د کابینې دځينو غړو او مرسته کونکو هیوادونو د استازو سره یو ځای کندهار ته تللی و
جنرال نیکولسن د افغانستان د کابینې دځينو غړو او مرسته کونکو هیوادونو د استازو سره یو ځای کندهار ته تللی و

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن وايي پر پاکستان خپل فشارونه زیاتوي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلي نیکلسن وويل چې د وسله والو طالبانو د رهبرۍ ډېر غړي د لوی کندهار له ولایتونو څخه دي چې د سولي په بهیر کې د سیمي د اوسیدونکو هڅي ځانګړې اغېز لري.

نوموړي وويل چې د سولې د مذاکراتو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي چې یوه برخه یې پر پاکستان د فشارونو زیاتول دي. جنرال نیکلسنوویل چې پر پاکستان فشار د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.

هغه وویل "پر پاکستان خپل فشارونه زیاتو چې په افغانستان کې د سولي له هڅو سره مرسته وکړي. همدا رنګه پدې برخه کې نړیوال ديپلوماتیک فشارونه هم شته چې د کابل او تاشکند په غونډو کې نړۍ د سولي له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ خو موږ به خپل نظامي فشارونه هم زیاتوو چې حکومت (افغان حکومت) له یوه قوي موقف څخه د سولي خبري مخ ته یوسي."

خو د بهرنیو ځواکونو قومندان دا ونه ویل چې پرپاکستان به څه ډول فشارونه زیاتوي؟

جنرال نیکولسن د دوشنبې په ورځ( اپریل۱۶) د افغانستان د کابینې دځينو غړو او مرسته کونکو هیوادونو د استازو سره یو ځای کندهار ته تللی و.

په دغه سفر کې د افغانستان د ملي امنیت مشر، د کورنیو چارو او قبایلو وزیران، د امریکا، کاناډا، اسټرالیا، سویډن او ناروې سفیران هم وو. دوی د سولي، امنیت او د را روانو ټاکنو په اړه د کندهار له ځايي چارواکو او ولسي مشرانو سره ولیدل، خبرې او سلا مشورې یې ورسره وکړې.

په همدې حال کې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانګزي په پاکستان کې د مېشتو افغان ګډوالو حضور د افغانستان د امنیت لپاره لویه ستونزه وبلله او زیاته يې کړه چې وطن ته د افغان کډوالو ستنیدل له سیاسي او امنیت له ثبات سره مرسته کولی شي.

کندهار او ټاکنې

افغان او امریکايي مقامات د افغانستان د سیاسي نظام د پیاوړتیا لپاره را روانې ټاکنې او په کې د خلکو پراخ حضور د امنیت لپاره مهم ګڼي.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايې چې افغان امنيتي قواوو د ټاکنو د امنیت لپاره خپل بشپړ چمتو والی لري. خو زیاته يې کړه چې په کندهار کې د رایه ور کولو د ۶۳ مرکزونو کمښت له ځايي خلګو سره اندېښنې پیدا کړي.

د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر دوې ورځې مخکې پيل شو، خو عمومي اندېښنه داده چې د هلمند او اروزګان په څېر ولایتونو کې امنیتي ننګونې زیاتي دي او ممکن خلګ پکې زیات حضور ونلري.

دغه راز بیا په کندهار او زابل ولایتونو کې د نسبي امنیت په موجودیت کې د رایه ورکولو د مرکزونو د شمېر کموالي د خلګو په منځ کې داسي اندېښنې پیدا کړي چې که رڼو او شفافو ټاکنو ته پام زیات نشي ممکن د تیرو جنجالي ټاکنو تجربه بیا تکرار شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG