متحده ایالتونه له نایجیریا سره د طبیعي منابعو په سپړلو کې ملګرتیا کوي

متحدو ایالتونه د نایجیریا د جامدو کانونو په سکتور کې، چې ارزښت یې شاوخوا ۷۰۰ میلیارد ډالره اټکل شوی، له دغه هېواد سره شراکت او ملګرتیا کوي.

د دې کار موخه دا ده چې متحده ایالتونه د زیربناو په پراختیا او په نایجیریا کې د موجودو سترو معدني زیرمو په سپړلو او پروسس کې پانګونه وکړي. چارواکي باور لري چې د کانونو پروسس به په کور دننه کاري فرصتونه پیدا کړي، له تېلو پرته د نایجیریا عواید زیات او پر وارداتو، لکه له چین څخه د بېټریو انتقال، تکیه کمه کړي.

په نایجیریا کې کان کیندنه پراخه ده او په دودیز ډول په دغه هېواد کې له ۷۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې معدنونه کېندل کېږي.

دودیز معدن کار ډیویډ فوم وايي: «د معدن د کیندنو له لارې خپلو کورنیو ته نفقه ګټو. زه ویلای شم چې د یو حکومت د ځېنو دندو تر تنخواو زیاته تنخوا ورکوي. کله ناکله موږ په یوې اونۍ کې د یو بل کس د یوې میاشتې د معاش په اندازه معاش اخلو.»

د نایجیریا د احصایې د ادارې د معلوماتو په اساس، دغه هېواد د سرو زرو، مرمرو او د ډبرو د سکرو په ګډون ۴۰ ستر معدنونه لري.

په نیویارک کې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په مهال، د نایجیریا او متحدو ایالتونو چارواکو د دې برخې د ودې تړون لاسلیک کړ، چې په نایجیریا کې د صنعت د مسولینو په وینا ډېره اړتیا ورته لیدل کېده.

د کان کیندنې د ساحې مدیر جانسن ټرنا وویل: «د پلیټو په ایالت کې د کان کیندنې په صنعت کې زموږ لویه ننګونه دا ده چې موږ مناسب ماشینونه نه لرو. موږ تجهیزاتو ته اړتیا لرو، که موږ دا تجهیزات ولرو، د کان کیندنې سره تړلي ډېر خطرونه به مو کم شي.»

ځینې استخراج شوي منرالونه په سیمه ییزه کچه پروسس کیږي، خو ډېر یې د نور پروسس لپاره د چین په څېر هېوادونو ته استول کیږي. دا په دې مانا ده چې نایجیریا ته ترې لږه مالي ګټه رسیږي. سره له دې چې نایجیریا د منرالونو سترې زیرمې لري، خو دا سکتور د هېواد په اقتصاد کې ډېره لږه ونډه لري.

د مالیاتو او مشورتي چارو د شرکت کې پي ایم جي د معلوماتو له مخې، د نایجیریا د کانونو سکتور د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید له یوې سلنې څخه هم لږه برخه جوړوي.

د غیرقانوني کانونو د استخراج له کبله په چاپیریال باندې د اغیزو په اړه هم ځینې ننګونې شته.

همدارنګه، د کانونو د کیندنې له پروسې سره ځینې خطرونه هم مله دي.

د سپټمبر په میاشت کې، د پلیټو ایالت د بوکوس په سیمه کې د یو کان د نړېدو له امله څلور تنه غیر مسلکي کان کیندونکي مړه شول.

په دې سکتور کې دخېل کسان هیله لري چې د امریکا سره د تړون یوه نوې ګټه به د کانونو په استخراج کې د خوندیتوب د معیارونو ښه والی وي.

د کان کیندنې د سایټ انجنیر جانسن ټرنا وویل: «دا به په دې کار کې موجود خطرونه تر ټولو ټیټې کچې ته کم کړي. موږ به دا فعالیتونه په دوه ډوله ترسره کوو: د ماشینونو په مرسته او یا په لاس. هغه کسان چې په لاسي کار کوي، له تر ټولو لوړ خطر سره مخامخ وي. هغه کسان چې له ماشینونو څخه کار اخلي، که دوی پوه شي چې څنګه خپل کار پلان کړي، خطر به یې خورا لږ او په حقیقت کې نږدې صفر وي.»

د نایجیریا حکومت وايي چې وار د مخه یې په دې باندې کار پیل کړی چې څنګه په اړوندو محلو سیمو کې په چاپیریال باندې د کان کېندنې اغیز کم کړي.

هغه کسان چې په دې صنعت کې کار کوي، هیله لري، چې له متحدو ایالتونو سره به نوی تړون د کانونو د سکتور په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي او د نایجیریا اقتصاد ته به لویه وده ورکړي، چې ډېره اړتیا ورته لري.

​
XS
SM
MD
LG