د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر له ۳۵۰ زرو واوښت


د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د یکشنبې په ورځ جنوۍ دریمه وویل چې په متحده ایالاتو کې د کروناویروس له کبله د مړو شمیر د ۳۵۰ زرو څخه واوښت.

دا پداسې حال کې چې د کروناویروس ضد واکسین بهیر چې د شاوخوا درې اونیو راهیسې په امریکا کې پیل شوی، ورو روان دی.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز نن یکشنبه وویل چې تر اوسه په هیواد کې د کروناویروس ضد ۴.۲ میلیون دوز واکسین شوی دی او ۱۳ میلیون دوز واکسین د هیواد په ګوټ ګوټ کې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او پرې ویشل شوی دی.

د امریکا متحده ایالات لا هم د کروناویروس د خپریدو له درکه د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی، څه دپاسه ۲۰ میلیون کسام په دې هیواد کې په کروناویروس اخته شوي او څه دپاسه ۳۵۰ زره نور مړه شوي.

په نړیواله کچه په کروناو وبا ۸۴.۵ میلیون کسان اخته دي او د جنورۍ تر دریمې پورې څه د پاسه ۱.۸ میلیون (۱۸۳۷۳۹۷) کسان د کروناویروس له وجې مړه شوي دي.

له بلې خوا د کروناویروس نوې بڼه چې په بریتانیا کې پیدا شوې او خپره شوې دهددې سبب شوې چې یو شمیر هیوادونه له برتانیا سره د مسافرو په راتګ بندیزونه ولګوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی و چې په ۳۳ هیوادونو کې نوی ډول کروناویروس لیدل شوی او څه دپاسه ۴۰ هیوادونو د بریتانیا څخه خپلو هیوادونو ته الوتنې بندې کړې دي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د فلوریدا ایالت د جمعې په ورځ د کلورادو او کالیفورنیا وروسته د متحده ایالاتو دریم ایالت و چې د نوي ډول کروناویروس ناروغي په کې وموندل شوه.

XS
SM
MD
LG