د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د "تاوتریخوالي کمولو په اړه" د طالبانو وړاندیزسره موافقه وکړه


امریکایي چارواکي وایي له طالبانو سره د تړون له لاسلیک وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي
امریکایي چارواکي وایي له طالبانو سره د تړون له لاسلیک وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي

د اسوشیتدپرس د یو امریکایي چارواکي له خولې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د ۷-ورځني وړاندیز سره موافقه کړې ده چې ژر به عملي شي.

دغه چارواکي ويلي دي چې په دغه کار سره به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لار پرانیستل کیږي. وايي د دغې تړون له لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې دننه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي. دغه امریکايي مقام ویلي دي چې د تاوتریخوالي کمول به په ټول افغانستان کې وي.

پدې موافقې کې د طالبانو نه غوښتل شوي چې په ټول افغانستان کې به د سړک د غاړې بمونه نه چوي، ځانمرګي بریدونه به نکوي او د افغانستان په امنیتي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ په بهرنیو ځواکونو به د توغندیو بریدونه نکوي.

امریکایي چارواکو تر اوسه دا ندي ویلي چې اوربند به څه وخت پیل کیږي خو د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې اوه ورځنی اوربند به د همدې (فبروري) د میاشتې په ۲۲مه پیل شي او د سولې موافقه به د همدې میاشتې په ۲۹مه نیټه پدې شرط لاسلیک شي چې طالبان به په اوو ورځو کې تشدد نکوي.

د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د موافقې د لاسلیک پر وخت به ملګري ملتونه، روسیه، چین، سعودي عربستان، پاکستان، جرمني، قطر او د ناروې استازي هم حاضر وي او د نړیوالو ضمانت کوونکو حیثیت به لري.

د دې موافقې سره سم به په څو میاشتو کې د افغانستان نه د امریکایي عکسرو وتل پیل شي. که څه هم ویل شوي چې د عسکرو د شمیر کمیدل به ښایي اتلس میاشتې وخت ونیسي خو د امریکا د حکومت چارواکي دغه رپوټونه نه رد او نه هم تائید کړل. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره عسکر لري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مونیخ کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي. د دوی د خبرو ډېر جزیات لا نه دي خپاره شوي.

ښاغلي غني همدغه راز د ناټو له عمومي مشر ینس ستولتنبرګ سره هم لیدلي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: " د افغانستان د آینده په اړه مو له ولسمشر غني سره بحث وکړ. ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د سولې زمینې برابرولو ته ژمن دي. طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو او مذاکراتو د پیلولو لپاره خپله اراده او ظرفیت وښيي".

نوموړي ویلي دي که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپله قوي اراده وښيي، ناټو به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

XS
SM
MD
LG