د لاس رسي وړ اتصالات

د فلپین ولسمشر وايي له امریکا سره اړیکې نه شلوي


د فیلیپین ولسمشر رودریګو دیوتیرتي وایي په چین کې یې چې ویلي وو له امریکا څخه جلا کیږي هدف یې دا نه و چې غواړي د امریکا سره اړیکې وشلوي ځکه چې د هغه په وینا دا یې د هیواد په ګټه ده چې د امریکا سره اړیکې وپالي.

هغه چې د جمعې به ورځ د فلپین د داوو په ښار کې خبرې کولې وویل چې د امریکا سره خپلې اړیکې نه خرابوي ځکه د فیلیپین خلګ ورته آماده نه دي.

هغه وايي "کله چې تاسې اړیکي شلوئ ډیپلوماتیکي اړیکې بندوئ. زه دا کار نشم کولی. په دې خاطر چې په امریکا کې د فلپین زیات شمیر وګړي اوسیږي. بله دا چې د فلیپین خلګ دې ته اماده نه دي چې دا ومني. هدف مي هم دا و چې د بهرنۍ پالیسي په برخه کې باید جلا شو. تر ما مخکې مونږ د امریکا په اشارې سره ډېر کارونه کول."

دیوتیرتي روانه اونۍ په بیجینګ کې په یوې اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ. هغه دغلته وویل چې غواړي د امریکا څخه په اقتصادي او نظامي برخو کې ځان جلا کړي خو دا یې ونه ویل چې دقیقا څه شی غواړي چې ویې کړي او څه وخت یې غواړي.

په همدې حال کې نوي سروې ګانې او د خلګو سره مرکې ښيي چې د فلپین خلک د امریکا د پوځي مرستو څخه ملاتړ کوي سره له دې چې نوي ولسمشر یې په دې ورستیو کې د امریکا ضد تبصرې کړي دي.

دغه راز د فیلیپین خلک د نوي ولسمش دهڅو په هکله انديښمن دي چې غواړي چین ته ځان ورنږدې کړي سره له دې چې د چین او فلیپین ترمنځ د ځمکې پر سر جنجالونه دي.

خو د فیلپین ځینې وګړې بیا آماده دي چې د چین سره یې د هیواد نویو اړیکو ته یو فرصت ورکړي.

هغه ځکه دا خبرې کوي چې امریکا د دوتیرتو د حکومت پر هغو اقداماتو انتقاد لري چې په لړ کې یې په زرګونو د مخدره موادو قاچاقبران پرته له محکمې څخه ووژل شول.

خو یوه نوې سروې ښيي چې په فیلیپین کې عام خلګ تر بل هر وخت زیات پر امریکا اعتماد لري.

XS
SM
MD
LG