د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: امریکا په اروپا کې د هیمارس راکټي سیستمونو د روزنې مرکز جوړوي


د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې په اروپا کې د ناټو متحدینو ته د هیمارس راکټي سیستمونو د کارولو د روزنې یو مرکز جوړ کړي.

دا خبره یو جګپوړي امریکایي جنرال په داسې حال کې امریکا غږ ته وکړه چې په اوکراین کې ددغو راکټي دستګاوو له مفیدیت وروسته په ختیځ اروپا کې هم علاقه مندي ورته زیاته شوې ده.

د امریکا د V قول اردو قومندان جنرال جان کولاشیسکي چې د ناټو په ختیځ کې د امریکا د عملیاتونو مسولیت هم پر غاړه لري سه شنبې ناوخته امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:"موږ تر اوسه په لومړینو مراحلو کې یو، خو دا به یوه ساحه وي چې موږ څو هیوادونه یو موقعیت ته راټول کړو."

دا داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ پر پولنډ د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د هیمارس د ۱۸ راکټي سیستمونو تر څنګ، د سلګونو رهبري کیدونکو راکټي سیستمونو او په لسګونه تاکتیکي مزایلو د سیستم د احتمالي پلور د تایید خبر ورکړ.

د هیمارس دا وړاندیز شوی پروګرام به د ناټو هغو هیوادونو ته مهیا وي چې د بهرنیو لیرې واټن ویشتونکو سیستمونو د اخیستلو تائیدي لري چې په هغو د ناټو د ختیځې برخې هیوادونه لکه استونیا، پولنډ او رومانیا هم شامل دي.

جنرال کولاشیسکي زیاته کړه:" هغوی "ناټو" هغه ناوړه وضعیت ویني کوم چې په اوکراین کې پیښیږي، او هلته د عجلې یو حس شته، هلته د هدف یو حس شته، او ټول ۳۰ هیوادونه متحد دي چې د ناټو د خاورې د دفاع لپاره سره یو موټي شي."

د استونیا دفاع وزیر هانو پیفکور د روانۍ اوونۍ په پیل کې امریکا غږ ته وویل، یو هغه ستر درس چې د اوکراین له جګړې واخیستل شو هغه دادی چې "لیرې واټن ویشتونکي ډیر مهم دي" او ویل کیږي‌ هیمارس راکټي سیستمونو د جګړې وضعیت بدل کړی دی.

استونیا د هیمارس شپږ راکټي سیستمونه اخیستي چې توقع ده د ۲۰۲۴-۲۵ کلونو ترمنځ یې ترلاسه کړي.

پولنډ کې د ابرامز ټانکونو آکاډمي

جنرال کولاشیسکي وویل د هیمارس آکاډمي به د ابرامز ټاکنونو هغې روزنیزې آکاډمۍ ته ورته وي چې تیر کال د پولنډ په پوزنن کې له امریکایي ابرامز ټانکونو سره د پولنډي ځواکونو د آشنا کیدو په ههدف پرانیستل شوې ده.

پولنډ لومړی اروپايي هیواد دی چې امریکایي ابرامز ټانکونه ترلاسه کوي. دغه هیواد تیر کال ۲۵۰ M1A2 او په جنوري میاشت کې یې ۱۱۶ M1A1 ابرامز ټاکونه واخیستل.

متحدو ایالتونو د جنوري ۲۵ اعلان وکړ چې د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې په هدف اوکراین ته د ابرامز ۳۱ ټانکونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG