د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا په اړه د امریکا پالیسي ناکامه ده


د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر یو ځلې بیا د شمالي کوریا په هکله ټویټ کړیدی او د شمالي کوریا په اړه یې د امریکا په پالیسۍ انتقاد کړی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ٩) ویلي دي چې د شمالي کوریا سره امریکا د دوو لسیزو راهیسې د خبرو هڅې کوي او ناکامه شویدي. هغه وویل
"زمونږ ملک د تیرو ٢٥ کلونو راهیسې د شمالي کوریا سره د خبرو ناکام کوښښونه کوي. په ملیاردو ډالره یې وبایلل او هیڅ گټه یې ونکړه. پالیسۍ گټوره نه وه."

د ولسمشر ټرمپ د ورستیو خبرو نه څرگندیږي چې هغه د شمالي کوریا په هکله د امریکا پخوانی دریځ بدلول غواړي.

د دې نه مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي و چې د شمالي کوریا سره هیڅ ډول کوښښونو هم نتیجه ورنکړه خو یواځې یو عمل به نتیجه ورکړي.

دا معلومه نده چې د ټرمپ د یو عمل نه څه هدف و خو داسې ښکاري چې د ټرمپ هدف پوځي عمل و ځکه چې هغه په یو ټویټ کې د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته هم ویلي و چې د شمالي کوریا سره په خبرو هغه خپل وخت ضایع کوي.

د امریکا ولسمشر د تیرو څو هفتو نه په خپل ټویټر کې د شمالي کوریا په هکله ډیر سخت دریځ خپل کړیدی او وایي چې که امریکا د خپل ځان نه د دفاع لپاره د شمالي کوریا تباه کولو ته ضرورت پیښ شو نو دغه به هم وکړي.

له بلې خوا شمالي کوریا د بالیستک او اتومي توغندیو ازموینو ته دوام ورکړیدی او هغوي هم د امریکا په ضد پارونکي څرگندوني کوي.

XS
SM
MD
LG