د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي نده بدله شوې- امریکايي ډيپلومات


ښاغلی سلیوان چې په منځ کې ناست دی نن یې د جمهور رئیس غني په گډون د افغان لوړپوړو چارواکو سره وکتل
ښاغلی سلیوان چې په منځ کې ناست دی نن یې د جمهور رئیس غني په گډون د افغان لوړپوړو چارواکو سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان، یو ځل بیا د افغانستان په وړاندې د خپل هیواد پر ژمنو ټینگار وکړ او څرگنده یې کړه چې د افغانستان لپاره د واشنگټن په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي سولیوان د سه شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان لپاره "په پالیسۍ کې هیڅ ډول بدلون" ندی اعلان کړی، ځکه د امریکا پالیسي د افغانستان د موضوع په هکله "پر شرایطو پورې مربوطه" ده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ملکي وگړو باندې د طالبانو "ظلمونه" وغندل او د طالبانو سره یې د سولې مذاکرات هم رد کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو معین جان سولیوان، په کابل کې خبریالانو ته وویل "زمونږ پالیسي، چې زمونږ د افغان شریکانو ننګه کوي د لازمو شرایطو د رامنځ ته کیدو پورې به دوام وکړي چې زمونږ په تګلارې کې ذکر شوي او په دا ډول شرایطو کې که طالبان وغواړي د خبرو میز ته راشي او د جگړې لپاره یوه سوله ییزه لاره ومومي، دغه پالیسي، په خپل ځای ده."

دغه لوړپوړي امریکایي دیپلومات دغه ټکي وروسته له هغې بیان کړل چې دوشنبه د طالبانو په هکله د جمهور رئیس ټرمپ تبصرې په مطبوعاتو کې د خبرونو سر ټکي شول.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان جگړه "بشپړه متفاوته" وگڼله او وویل چې طالبان خلک له کوم توپیر پرته وژني. ښاغلي ټرمپ طالبان د "ښځو، ماشومانو او بیگناه افغانانو" په وژنه تورن کړل د طالبانو پر ماتې او مقابلې باندې په ټینگار سره وویل "هغه څه چې نورو ونشو کړای پای ته ورسوي، مونږ به یې پای ته ورسوو". ښاغلي ټرمپ په دې هکله نور جزییات ورنکړل.

د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي ټرمپ د خبرو په غبرگون کې وویل چې طالبان د هغو فرصتونو نه چې ورکړل شوي وو استفاده ونه کړه او "تروریستي بریدونه" یې وکړل.

له بلې خوا طالبانو د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو په غبرگون کې په یوه اعلامیه کې د جمهور رئیس ټرمپ موقف د امریکا د جنگي سیاست زیږنده وباله او وویل چې په دې انکار سره به په افغانستان کې جگړه نوره هم زور واخلي.

XS
SM
MD
LG